د اسلامی ایران دفاعی توان د دښمنانو دسیاستونو دماتې ښکاره بیلګه ده
د ایران اسلامی جمهوریت د ولسمشر په فرمان سره پرون د ایران د ټربو جیټ ملی انجن دتولید دلیکو او د ایران د ډرونز د اقتدار دبریاؤ نندارتون افتتاح شوی او د شهید قاسم سلیماني په نامې سره په کابو یوزر څلور سوه په واټن لګیدونکی کروز توغندی او همداراز په یو زر کلومیټرۍ ټارګټ باندې لګیدونکی شهید ابو مهدي نومې کروز توغندي مخ کتنه شوي
زمونږ خبریال راپور راکړ د اسلامی ایران پوځ د زمري د میاشتې په دیرشمه نیټه د هیواد ددفاعی صنعت د ورځې په درنښت سره د یوې اعلامیې په خپرولو کې ټينګار کړی ، د ایران د انقلابی اوځوانو متخصصانو په زیار او هڅو سره د ایران دفاعي توان ، داسلامی انقلاب د دښمنانو دسیاستونو د ناکامۍ په ښکاره بیلګې بدل شوی دی .
په دغې اعلامیې کې روښانه شوې ده ،په وروستیو کلونو کې د هیواد دفاعي صنعت د نړیوال استکبار د ظالمانه بندیزونو له بنده دایران د غیر پوځي صنائعو دژغورلو لپاره د پام وړ او اغیز شیندونکي اقدامات کړی دي .
په دغې اعلامیې کې همداراز د ایران وسلو د محدودیتونو دتمدیدولو لپاره د امریکا بې شرمې ماتې ته په اشارې سره راغلي دي ، امریکا په تیرو څو لسیزو کې له ایرانه د ویرولو د پروسې په رامینځةکول او دپوځي وسلو اوتجهیزاتو په صادرولو سره لویدیځي آسیا سیمه د وسلو او بارودو په ستر سلاکړوټ بدله کړې ده ، خو د ایران داسلامی جمهوریت له ځاي او دفاعي قدرته تل ویره او حشت لري .
د ایران اسلامی جمهوریت د ولسمشر په فرمان سره پرون د ایران د ټربو جیټ ملی انجن دتولید دلیکو او د ایران د ډرونز د اقتدار دبریاؤ نندارتون افتتاح شوی او د شهید قاسم سلیماني په نامې سره په کابو یوزر څلور سوه په واټن لګیدونکی کروز توغندی او همداراز په یو زر کلومیټرۍ ټارګټ باندې لګیدونکی شهید ابو مهدي نومې کروز توغندي مخ کتنه شوي او د ایران ځوانو او متخصصو ساینس پوهانو یوه بله ستره بریا او ملی ویاړ نندارې ته وړاندې کړی دی .