امریکا دبندیزونو دبیرته احیاء د هڅې هیڅ حق نه لري
د ایران خارجه وزیر پخپل لیک کې ټينګار کړی ، ایرانیان له امنیت شورا په حقه تمه لري ددغه پریکړه لیک په مادو کې د دوي ح قوق تضمین کړي او امریکا دې دهغو نه جبرانیدونکو تاوانونو په دلیل چې د ایران ملت ته ئې رسولي دي ،ځواب ویونکي کړي .
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون د ملګرو ملتو دامنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې د ایران په ضد دبندیزونو دبیرته احیاء لپاره په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې له درج مکانزم څخه د ناوړه استفادې لپاره دامریکا غیر قانوني اقدام مردود اورد شوی بللی او ټينګار ئې کړی دی ، واشنګټن دبندیزونو دبیرته احیاء په باب د هڅې لپاره د لاس پښو خوځولو هیڅ حق نه لري .
د ایران خارجه وزیر په دغه لیک ددې په ترڅ کې چې امریکا د ایران په ضد دنړیوالو بندیزونو د بیرته احیاء په باب دهڅې لپاره هیڅ حق نه لري ، پر نړیوالې ټولنې غږ کړی ، دامریکا ددغې ناروا غوښتنې په مقابل کې دې ودریږي .
هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې د مخکې لغوه شوو پریکړه لیکونو په احیاء کې د خپلو غرضونو دپوره کیدا لپاره د امریکا توجیهات هیح قانوني رواوالی نه لري ، زیاته کړې ، د واشنګټن غیر قانوني اوخطرناک دریځ ، پر نړیوالو منل شوو او اصولي حقوقو سترګې پټې کړي دي .
د ایران خارجه وزیر د خپل لیک په پاي کې ټينګار کړی ، ایرانیان له امنیت شورا په حقه تمه لري ددغه پریکړه لیک په مادو کې د دوي ح قوق تضمین کړي او امریکا دې دهغو نه جبرانیدونکو تاوانونو په دلیل چې د ایران ملت ته ئې رسولي دي ،ځواب ویونکي کړي .