جنرال حاتمي:
د ایران پوځي ملګرتیاوې مخ په زیاتیدو دي
د ایران دفاع وزیر وویل چې د ایران او روسیې پوځي ملګرتیاوې مثبتې او بیخي مخ په پراختیا روانې دي.
د ایران دفاع وزیر وویل چې د ایران او روسیې پوځي ملګرتیاوې مثبتې او بیخي مخ په پراختیا روانې دي.
جنرال امیر حاتمي چې د یو پوځي او دفاعي پلاوي په مشرۍ پرون ماسکو ته تلی دی، د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ سویې ته په اشارې سره زیاته کړه: سږ کال د کرونا له امله د رامینځته شویو حالاتو په وجه د ایران او روسیې ملګرتیاوې څه ناڅه اغیزمنې شوې خو په ټول کښې د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې مثبتې او مخ په وړاندې دي.
امیر حاتي په دې خبرې سره چې د دواړو هیوادونو اړیکې په تیرو کلونو کښې په مختلفو برخو کښې پراخې شوې دي، زیاته کړه چې ماسکو ته په خپل سفر کښې به په پوځي کانفرنس او نندارتون کښې پر ګډون سربیره د سیمه ایزو او دوه اړخیزو موضوعاتو په هکله هم خبرې اترې وکړی.
هغه به روسیې ته په خپل دې سفر کښې د دغه هیواد له دفاع وزیر سرګئي شایګو او نورو روسي چارواکو سره هم ملاقاتونه وکړي.