له صهیونیسټانو سره د اړیکو ټینګول د اماراتو سټراټیجکه غلطي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92420-له_صهیونیسټانو_سره_د_اړیکو_ټینګول_د_اماراتو_سټراټیجکه_غلطي_ده
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر مرستیال له صهیونیسټي رژیم سره د رسمي اړیکو د ټینګولو لپاره د اماراتو کړچار یوه سټراټیجکه تیروتنه وبلله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2020 03:19 Asia/Kabul
  • له صهیونیسټانو سره د اړیکو ټینګول د اماراتو سټراټیجکه غلطي ده

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر مرستیال له صهیونیسټي رژیم سره د رسمي اړیکو د ټینګولو لپاره د اماراتو کړچار یوه سټراټیجکه تیروتنه وبلله

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر مرستیال پرون په تهران کښې د فلسطین د سفیر په کتنه کښې ټینګار وکړ: له صهیونیسټي رژیم سره د رسمي اړیکو د ټینګولو لپاره د اماراتو کړچار یوه سټراټیجکه تیروتنه ده او د دغه هیواد حکومت باید د هغې د ټولو پایلو مسئولیت ومني.

امیر عبداللهیان د صلاح الزواوي په کتنه کښې د فلسطین له ولس سره د ایران د اسلامي جمهوریت په پیوستون باندې په ټینګار سره څرګنده کړه چې د اسلامي شورا مشر په یو رسمي لیککښې د نړۍ د اسلامي هیوادونو د پارلیمانونو له مشرانو وغوښتل چې د اماراتو دغه اقدام وغندي او د فلسطین د خلکو د مسلمو حقوقو ملاتړ وکړي.

په تهران کښې د فلسطین سفیر هم له صهیونیسټي رژیم سره د خپلو اړیکو د عادي کولو لپاره د اماراتو په خائنانه اقدام باندې په نیوکې سره زیاته کړه: فلسطین د اماراتو د حکومت دغه ګام غندي او ورڅخه غواړي چې له دغې تاریخي تیروتنې شاته شي.

هغه د اسلامي ایران د دریځ په قدرونې سره د نړۍ له ټولو هیوادونو وغوښتل چې د ایران په شان د فلسطین له مسئلې ملاتړ ته ژمنتیا وښايي.