تهران اوماسکوپوځي ملګرتیاوې نوره هم پراخوي
د ایران دفاع وزیر وئيلي ، د ټریګر یا ماشې د مکانزم څخه په استفادې او دبندیزونو په بیرته ستولو کې د امریکا غوښتنې ته د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې د غړو هیوادونو کلک ځواب هم د امریکا په زیات غوښتنو باندې یو بل مضبوط ګوزار دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت او روسیې دفاع وزیرانو د ماسکود شپږم پوځي تخنیکي نړیوال نندارتون په څنډې کې لیده کاته کړي او د هرډول پوځي ملګرتیاؤ په پراختیا ئې ټينګار کړی دی .
سردار امیر حاتمي د روسیې له دفاع وزیر سرګئ شائګو سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې د دواړو هیوادونو دلوړ پوړو چارواکو لیده کاته او مشورې په دوامدار ډول او د خوښې وړ دي ، وئيلي دي ، د تهران او ماسکو سټراټژيکو اړیکو ته په پام سره ، دملګرتیاؤ پراختیا یوه ضروري او نه انکاریدونکي چاره ده .
سردار حاتمي د امریکاله یواړخیز اوبدماش سیاست سره دمقابلې لپاره د ایران او روسیې ګډې او هدفمنې هڅې ته په اشارې سره ټينګار کړی ، د ایران په ضد د وسلو د بندیزونو دممنوعیتونو د تمدیدولو لپه باب د امریکا د وروستي ایراني ضد پریکړه لیک په ردولو کې د ملګروملتو امنیت شورا حقیقت پال غبرګون ، یو ځل بیا له یو اړخیز پالنې سره دنړیوالو مخالفت نندارې ټه وړاندې کړ .
د ایران دفاع وزیر وئيلي ، د ټریګر یا ماشې د مکانزم څخه په استفادې او دبندیزونو په بیرته ستولو کې د امریکا غوښتنې ته د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې د غړو هیوادونو کلک ځواب هم د امریکا په زیات غوښتنو باندې یو بل مضبوط ګوزار دی .
د روسیې د فاع وزیر هم په دغې کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې تهران ا و ماسکو په سیمه ایزو اونړیوالو معادلاتو کې ګډې موخې او ګټې لري ،زیاته کړې ،په دفاعي او امنیتی حوزې کې د ایران او روسیې دملګرتیاؤ لرلید مخ په پراختیا دی . شایګو په لویدیځي اسیا سیمې کې د سولې اوثبات د رامینځةکولو لپاره د روسیې او ایران د سیمه ایزو ملګرتیاؤ د دوام په ضرورت ټينګار وکړ.