دIAEA پوښتنې باید د نوو مدرکونو په اساس وې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92446-دiaea_پوښتنې_باید_د_نوو_مدرکونو_په_اساس_وې
کمالوندي د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره دتهران د ملګرتیا دنه کولو ادعا ته په اشارې سره وئیلی دي ، داسې هیڅ خبره نشته او تهران ته د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د مشر رافایل ګروسي د دوشنبې ورځې سفر دا ټوله ادعاګانې ردوي او تهران د اصولو او متقابل احترام په اساس دغو اړیکو ته هماغه راز دوام ورکوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 24, 2020 03:19 Asia/Kabul
  • دIAEA پوښتنې باید د نوو مدرکونو په اساس  وې

کمالوندي د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره دتهران د ملګرتیا دنه کولو ادعا ته په اشارې سره وئیلی دي ، داسې هیڅ خبره نشته او تهران ته د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د مشر رافایل ګروسي د دوشنبې ورځې سفر دا ټوله ادعاګانې ردوي او تهران د اصولو او متقابل احترام په اساس دغو اړیکو ته هماغه راز دوام ورکوي .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دایټمي انرژۍ د ادارې  ویندوي بهروز کمالوندي بیګا له العالم ټيلیويژني چینل سره په خبرو کې وئیلی دي ،تهران  خپلو ایټمی تاسیساتو ته  له لاس رسي سره  مخالف  نه دی ،خو د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس  پوښتنې باید  داصولو ، مدرکونو او جدي دلیلونو په اساس وي .

 کمالوندي  د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره  دتهران د ملګرتیا دنه کولو   ادعا ته په اشارې سره  وئیلی دي،داسې هیڅ خبره نشته او  تهران ته د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د مشر رافایل  ګروسي د دوشنبې ورځې سفر  دا ټوله ادعاګانې ردوي او تهران د اصولو او  متقابل احترام په اساس دغو اړیکو ته هماغه راز دوام ورکوي .

بهروز کمالوندي  همداراز د هغو دوو ځایونو په باب  چې  دایټمي انرژۍ  نړیوال آژانس  ئې  ورته دلاس رسي غوښتنه کوي ، هم وئیلی دي ، دغه دوه ځایونه  یو د اصفهان په شاوخوا  کې دی او بل   هم له تهران سره نزدې دی، کله هم  آژانس  له یوه هیواده کومه پوښتنه لري ، نو دا دهغه هیواد مسلم حق دی ، چې له آژانسه   پوښتنې یا پوښتنو سره اړونده  اصول اومدرکونه وغواړي .

د ایران د ایټمی انرژۍ د  ادارې  ویندوي  تهران ته د آژانس د مشر  دلومړني سفر موخه  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې ، سیف ګارډز  او  این پي ټی تړون  د  چارو  په باب بحث او ارزونې  دي .

ټاکل شوې ده د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس مشر  رافائل ګروسي نن  په د وه ورځني  سفر تهران  ته راشي .