ظریف:د پمپیوبدماشۍیوځل بیا امریکا منزوی کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92482-ظریف_د_پمپیوبدماشۍیوځل_بیا_امریکا_منزوی_کړه
ظریف زیاته کړه د دې وخت رارسیدلې دې چی ټرمپ د خپلو زورویونکیو ګوډاګیانو ته له غوږ اچولو لاس واخلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2020 01:55 Asia/Kabul
  • ظریف:د پمپیوبدماشۍیوځل بیا امریکا منزوی کړه

ظریف زیاته کړه د دې وخت رارسیدلې دې چی ټرمپ د خپلو زورویونکیو ګوډاګیانو ته له غوږ اچولو لاس واخلی .

 

د فارس خبري اژانس له راپور سره سم د اسلامي ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف هغې غوښتنې ته په اشارې سره چی د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو د بایکاټونو د ورستنولو لپاره د امنیت شورا مشر ته وړاندی کړی ده ، په ټویټر کې ولیکل د پمپیوبدماشۍیوځل بیا امریکا منزوی کړه، له دې  سره چی امریکا د جمعې په ورځ د خپلې غیرقانونی ابلاغیه په اړه په امنیت شورا کې د سلاومشورو خنډ شوه ، خود نهې په ورځ  په غونډه کې حاضرو غړیو د مینځنی ختیځ د مسلو په هکله د امریکا هڅه باطله او بی اغیزه وبلله .

ظریف زیاته کړه د دې وخت رارسیدلې دې چی ټرمپ د خپلو زورویونکیو ګوډاګیانو ته له غوږ اچولو لاس واخلی .

د ملګروملتو د امنیت شورا پړاویز مشر دیان دجانی د نهې په ورځ د ایران پرضد د نړیوالو بایکاټونو د ورستنولو لپاره د امریکا د طرحې په هکله د دغې شورا د غړیو نه اجماع ته په اشارې سره وویل چی دغه شورا په هغه ځای کی نده چی د امریکا د غوښتنې په اړه نور کوم اقدام وکړي .