ظریف:د پمپیوبدماشۍیوځل بیا امریکا منزوی کړه
ظریف زیاته کړه د دې وخت رارسیدلې دې چی ټرمپ د خپلو زورویونکیو ګوډاګیانو ته له غوږ اچولو لاس واخلی .
د فارس خبري اژانس له راپور سره سم د اسلامي ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف هغې غوښتنې ته په اشارې سره چی د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو د بایکاټونو د ورستنولو لپاره د امنیت شورا مشر ته وړاندی کړی ده ، په ټویټر کې ولیکل د پمپیوبدماشۍیوځل بیا امریکا منزوی کړه، له دې سره چی امریکا د جمعې په ورځ د خپلې غیرقانونی ابلاغیه په اړه په امنیت شورا کې د سلاومشورو خنډ شوه ، خود نهې په ورځ په غونډه کې حاضرو غړیو د مینځنی ختیځ د مسلو په هکله د امریکا هڅه باطله او بی اغیزه وبلله .
ظریف زیاته کړه د دې وخت رارسیدلې دې چی ټرمپ د خپلو زورویونکیو ګوډاګیانو ته له غوږ اچولو لاس واخلی .
د ملګروملتو د امنیت شورا پړاویز مشر دیان دجانی د نهې په ورځ د ایران پرضد د نړیوالو بایکاټونو د ورستنولو لپاره د امریکا د طرحې په هکله د دغې شورا د غړیو نه اجماع ته په اشارې سره وویل چی دغه شورا په هغه ځای کی نده چی د امریکا د غوښتنې په اړه نور کوم اقدام وکړي .