امریکاد یوه قانون په اساس هم د۲۲۳۱پریکړه لیک خبره نشي کولی
د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو پرون پخپل ټولنیز پيغام کې د سپينې مانۍ له ایراني ضد پریکړه لیک سره د امنیت شورا له مخالفت سره سره مدعي شوی ، د ایران په ضد به د ملګروملتو بندیزونه د نړیوال وخت په اساس ،د ستمبر د شلمې نیټې له نیمې شپې وروسته بیرته ولګیږي .
د ایران دا سلامی جمهوریت د اهل سنت د دیني عالمانو، د جمعې لمانځه د امامانو او د دینی مدرسو د پلانونې د شورا په یوې ګډې اعلامیې کې چې نن خپره شوي ، د اسلامی نړۍ متفکرانو او پوهانو ته په پیغام کې وئيل شوي دي ،د رسمي او ډيپلوماټيکو اړیکو د ټينګولو په موخې سره له غاصب صهیونیسټي رژيم سره د متحده عربی اماراتو د بې شرمه موافقې خبر،د نړۍ د مسلمانانو زړونه داغي کړي او د نړۍ د آزادي غواړو په ذهنونو کې ئې د متحده عربی اماراتو نامه په متحده عبري اماراتو بدله کړې ده .
د ایران د اهل سنت د مشرانو په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي ، د اسلامی نړۍ د ځينو واکوالانو دوامدار خیانتونه او او بې شرمه او دسیسه ګرې امریکائي ، عربی او عبري موافقې، که څه هم د اسلامي امت پر بدن ، شرافت او انسانیّت یو ګوزار دی، خو د مظلوم فلسطیني ولس او دقدس شریف ددفاع موضوع د اسلامی امت یو ګډ آرمان دی او په دغوځينو سپیرو خوځښتونو سره به د اسلامی امت په ارادې او هوډ کې هیڅ خنډ او خار پار رامینځة نه کړي . خو شرم دې وي د هغو خیانتکارولپاره، چې د اسلام او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)تر ټولو لویو او سپیرو دښمنانو سره د دوستۍ نغارې غږوي او تر ابده پر خپلو ټنډود ځان د خرڅولو او باطل ته د ټيټيدا ټکۍ نندارې ته وړاندې کوي .
په دغې اعلامیې کې راغلي دي مونږ دایران ا هل تسنن عالمان، دجمعې لمانځه امامان او ددیني مدرسو دپلانونې دشورا مسئولان،له غاصب او جنایتکار صهیونیسټي رژيم سره د متحده عربی اماراتو د رسمي اړیکو د پيلولو د سپير اقدام په محکومولو سره او همداراز د فلسطین له مظلوم اومیړني ملت سره د خواخوږۍ او پيوستون په اعلانولو سره د اسلامی نړۍ له درستو عالمانو غواړو ،پخپل دیني اوانساني رسالت باندې په عمل کولو سره دې ددغې بې شرمه او غیر اصولي موافقې په محکومولو سره، په اسلامی نړۍ کې د وحدت او یوووالي پر رامینځةکولو اودغه راز دمذهبی منافرت او نفاق اود درز د رامینځةکونکو هڅو پر مخنیوي دې ټينګار وکړي او د جنایتکارې امریکا او د ماشوم وژونکي صهیونیسټي رژيم د غیر انساني او غیر اصولي سیاستونو په لازیاتې پيژندنې سره دې اسلامی امت ،د فلسطین د ګډ آرمان او آئيډیا تر شا دریدا او هوښیارتیا او ځیرتیا ته وبولي .امت
په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي ، مونږ د اسرائيلو د ناروا رژيم په په رسمیّت په نه پيژندنې کې د اسلامی جمهوري نظام د درستو سیاستونو په ملاتړ سره او د قدس له نیواکګر رژيم سره په مبارزې کې نه ستړیکیدونکي مجاهدت ، صبر او تل پاتیکیدا ته د فلسطین دمبارز او اتل ملت په بللو سره ، د اسلامی هیوادونو ځينو واکوالانو ته له مظلومانو څخه دفاَ ع او له بدنامۍ د ځان د ژغورلو په خاطر دې د روغنده رول لوبولو یادونه کوو .د ایران د اسلامی جمهوریت د اهل تسنن ددیني عالمانو په اعلامیې کې همداراز راغلي دي تمه کیږي،چې درست اسلامی امت د ژمن ، پوه او خبر روحانیّت په پيروۍ کې د فلسطین ، قدس او ددغه اسلامی ټاټوبي دمظلومو خلکو په ملاتړ کې راپورته شي او یوې پریکنده او کوټلي فیصلې سره دې اجازت ورنکړي د ځينو مرتجعو حکومتونو خبیث ا و بې شرمه خیانتونه، د فی سبیل ا... مجاهدانو د اتیا کلن مجاهدت او کړاؤ او د زرګونو شهیدانو وینه ضائع نه کړي . ان شاا... ډير زر به په الهي مرستو او دقرآن د راهنمائۍ په رڼا کې د یوه واحد امت په رامنیځةکیدا سره د قدس شریف د آزادۍ او د ماډرن اسلامی تمدن په شمول ګډې آئيډیاوې پوره شي او د لا اله ا... ویاړمن بیرغ به په درستې نړۍ کې ورپيږي .
بین الافغاني خبرې به په راتلونکي اونۍ کې پيل شی
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت تر دې پاتې طالب بندیان خوشي کړي نه دي ، د افغانستان دملی مصالحې دعالی شورا مشر عبدا... عبدا... پرون په کابل کې وئيلی دي ، په زیات احتمال سره به بین الافغاني خبرې اترې راتلونکي اونۍ پيل شي .
ډاکټر عبدا... وئيلی دي ،له طالبانوډلې سره د خبرواترو د پیلولو لپاره ددغه هیواد دحکومت مرکچي ټيم جوړ شوی دی او مخکې له دې چې مذاکره کوونکی پلاوی مذاکراتو ته لاړ شي، د شنبې په ورځ به په کابل کې یوه ناسته ولري.
.طالبانو دلې هم چې له افغان حکومت سره ئې د خبرو اترو لپاره خپل مرکچي ټیم ټاکلی دی ،تر دې دمه ئې د بین الافغاني خبرو اترو د پیلولو په باب څه نه دي وئيلي .
د افغانستان د ملی مصالحې عالي شورا مشر دخپلو څرګندونو په بلې برخې کې وئيلي دي ،د افغانستان دکابینې بشپړ لیسټ نهائي شوی اوراتلونکي اونۍ به اعلان شي . داپه داسې حال کې دي چې دافغانستان د ولسمشر مرستیال سرورد دانش هم په پرونیو څرګندونو کې وئيلي دي ،طالبان دې داساسی قانون په اساس په حکومت کې له نورو لورو سره یوځاي ګډون وکړي او ددغه هیواد د ولس رایو ته دې درناوی وکړي او دبین الافغاني خبرواترو په ترسره کولو کې دې نوره له پلمو کار نه اخلي .
په افغانستان کې د سیل او ورښتونو دقربانیانو شمیر ۱۵۱تنوته ورسید
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ د افغانستان د طبیعي پيښو د ارزونې په چارو کې د وزارت په خبرتیا کې راغلي دي ، په کابل ، کاپیسا ،میدان وردګ ،پنجشیر ، ننګرهار ،پکتیا، پکتیکا ،نورستان ،لغمان او خوست ولایتونو کې د سیل او سختو ورښتونو له امله د قربانیانو شمیر څه دپاسه پنځوس تنه اعلان شوی او دغه راز وئیل شوي چې په لسګونو نور بې درکه دي او دغه راز په سلګونو ډنګر هم اوبو وړي دي .
په دغه راپور کې وئيل شوي دي ،زیاتره قربانیان په پروان ولایت کې دي او دغه راز په دغو ورښتونو اوسیل کې په سلګونو هیکټره مځکې هم اوبو وړي دي او څه دپاسه پنځه سوه کورونه هم ویجاړ شوي دي
دطبیعي پيښو د ارزونې په چارو کې د وزارت ویندوي احمد تمیم عظیمي وئيلي دي ، له سیل ځپلو او تاواني شوو خلکو سره مرستې دوام لري او همدااراز د مرګ ژوبلو دشمیر د زیاتیدا احتمال هم ډير دی .
چین روسیې او اروپائي اتحادئې دایران او آژانس د موافقې هرکلی وکړ
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ د چین او روسیې د خارجه وزارتونو په جلاجلا اعلامیو کې د ایران د اسلامی جمهوریت او دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د موافقې په هرکلي او ملاتړ سره هیله ښودل شوې ده چې دواړه لوري له یوه بل سره ملګرتیا وکړي څو دغه موافقه په عملي ډول اغیزشیندونکي شي .
په دغو اعلامیو کې وئيل شوي دي واقعیَتونو ښودلې ده چې سرزوري یوازې د مقاومت دزیاتیدا لامل کیږي او یوازې خبرې اترې دي ، چې اختلافات ختمولی اولارې سمولی شي .
داپه د اسې حال کې د ي چې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د دفتر په اعلامیې کې دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس او اسلام ایران ترمینځ د شوي موافقې هرکلی شوی او وئيل شوي دي چې درستې چارې په مشورو او خبرواترو سره پر مخ ځي او سرزوري او یو اړخیز پالنه هیڅکله هم مشکلات نشي حل کولی .
دایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس مشر رافائل ګروسي وړمه ورځ تهران ته په دوه ورځني سفر راغلی او د ایران له لوړپوړو چارواکو سره پّ لیدوکاتو کې ئې له اسلامی ایران سره د ځيني موافقې کړي دي چې د نړیوالې ټولنې له تاودۀ هرکلی سره مخ شوي او داسې ښکاري چې امریکائي چارواکي ئې یو ځل بیا لالهانده کړي او لاره ترې ورکه شوې ده .
امریکا د هیڅ یوه قانون په اساس د ۲۲۳۱پریکړه لیک خبره نشي کولی
ایرناخبري آژانس راپور ورکړ ، داسلامی ایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده پخپل یوه ټولنیز پیغام کې په دې خبرې په ټينګار سره چې د ملګروملتو دامنیت شورا د مشر پشمول دیارلسو غړو وئیلي دي ، امریکا په دې دلیل چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې غړی هیواد نه دی ، دهیڅ یوه قانون په اساس حق نه لري څو د دغې شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په باب څه ووائي ،وئيلي دي ، د ګړۍ د ستنو اپوټه حرکت د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو په خیالي دنیا کې حرکت کوی ..
د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو پرون پخپل ټولنیز پيغام کې د سپينې مانۍ له ایراني ضد پریکړه لیک سره د امنیت شورا له مخالفت سره سره مدعي شوی ، د ایران په ضد به د ملګروملتو بندیزونه د نړیوال وخت په اساس ،د ستمبر د شلمې نیټې له نیمې شپې وروسته بیرته ولګیږي .
هغه پخپل دغه پیغام کې مدعي شوی د امریکا حکومت د ایران په ضد دوسلو دمحدودیتونو د ختمیدا دمخنیوي لپاره د ملګرو ملتو د امنیت شورا په راي اخستنې کې له ناکامۍ وروسته د ملګروملتو د درستو بندیزونو دبیرته ستنولو لپاره دټریګر مکانزم نومې سسټم فعال کړی دی. یوه داسې خبره چې د ملګروملتو دامنیت شورا غړو ورسره چورلټ مخالفت کړی دی .