امریکا د سنیپ بیک د کارولو حق نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92541-امریکا_د_سنیپ_بیک_د_کارولو_حق_نه_لري
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر وویل: امریکا له حقوقي او قانوني نظره د ماشې د مکانزم د کارولو هیڅ حق نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2020 10:45 Asia/Kabul
  • امریکا د سنیپ بیک د کارولو حق نه لري

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر وویل: امریکا له حقوقي او قانوني نظره د ماشې د مکانزم د کارولو هیڅ حق نه لري.

امریکا د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې د ایران خلاف د وسلو د بندیز د نوې کولو لپاره له خپلو ناکامو هلوځلو وروسته دغو بندیزونو د بیا راستنولو لپاره د ماشې د مکانزم د استعمالولو یعنې سنیپ بیک تکل کوي.

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر مجتی ذوالنوري نن زمونږ خبریال ته په مرکه کښې، د ایران خلاف د سنیپ بیک په هکله د امریکايي چارواکو ادعاؤ ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایټمي موافقې د ۳۶ او ۳۷ بندونو له مخې که د دغې موافقې هر لورې خپلې ژمنې ماتې کړي نو مقابل لورې کوې شي چې د ماشې مکانزم وکاروي حال دا چې امریکا په ۲۰۱۸ کال کښې په برجام کښې د خپلو ژمنو په خلاف ورزۍ سره له دغې موافقې وتلې ده.

هغه په دې خبرې سره چې د امریکې دا ادعا هیڅ حقوقي بنیاد نه لري، ټینګار وکړ: په دې کار کښې له امریکې سره د اروپایانو ملګرتیا نه کول د متحده ایالاتو د یوازې توب او رسواۍ بیانونکي دي.