د امریکاسرزوریو ته تسلیمیدا د وا شنګټن لوږه نوره هم زیاتوي
د امریکا خارجه وزارت پرون وئيلي دي ، د هیګ نړیوالې محکمې څارنوال فتو بنسوډا او ددغه نړیوالې محکمې د فضائي حوزو د ملګرتیاؤ او اړیکو د برخې مشر فاکیسو موچوچوکو ئې د امریکا د بایکاټونو لیسټ ته ورزیات کړي دي .پ
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ ، د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د هیګ نړیوالې محکمې د دوو لوړپوړو قاضیانو په بایکاټولو کې د امریکا په سپیرۀ اقدام سختې نیوکې کړي دي .
جواد ظریف دغه راز وئیلی دي ، د امریکائي رژيم په وړانډې تسلیمیدا یوازې ددغو نړیوالو اورګانونو او کسانو د بایکاټولو لپاره د دغه سرزوري او یو اړخیز پال رژيم لوږې زیاتوي .
داسلامی ایران خارجه وزیر روښانه کړې ده ، دامریکا ددغه لیونتوب ددریدا یوازینۍ لاره ، د امریکا غوښتنو ته غاړه نه کیښودل دي .
د امریکا خارجه وزارت پرون وئيلي دي ، د هیګ نړیوالې محکمې څارنوال فتو بنسوډا او ددغه نړیوالې محکمې د فضائي حوزو د ملګرتیاؤ او اړیکو د برخې مشر فاکیسو موچوچوکو ئې د امریکا د بایکاټونو لیسټ ته ورزیات کړي دي .
دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو هم ګواښ کړی هر هغه حقوقي او حقیقي کسان به هم چې ددغو دوونړیوالو شخصیتونو ملاتړ وکړي بایکاټ شي .
د امریکا دغه یو اړخیز فرمان د دغه هیواد خارجه وزیر ته ته اجازت ورکوي ، د خزانې د وزیر په مشورې سره د هیګ دنړیوالې محکمې دهغو کارکونکو او مسئولانو شتمنۍچې په افغانستان کې د امریکا دجنګي او غیر انساني جنایتونو په باب په څیړنو کې رول لري .