د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92802-د_ایران_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د پښتو خپرونې د اینټرنیټ پاڼې ډیرو عزتمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2020 06:40 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د پښتو خپرونې د اینټرنیټ پاڼې ډیرو عزتمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

ګرانو اوریدونکو نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په سپکاوي کښې د فرانسې د شارلي ایبډو(Charlie Hebdo) مجلې اقدام وغاند او زیاته یې کړه پیغمبر اکرم د سپکاوي د نه بښلو وړ ګناه د صهیونیسټانو له دسیسو څخه د خلکو د ذهنونو د بلې خوا ته د اړولو لپاره ده .

د امریکا یوه(۱) څیړاند «ایډم ډینټور» د ایټالیا په «ایلفارو سولمونډو »ورځپاڼې کښې د یوه(۱) راپور په خپرولوسره د اوسني ولسمشر ټرمپ او د هغې د میرمنې په مدیریت سره د فساد او د فحشا د یوه (۱) ستر چینل په هکله جزیات ایشوا کړي دي .

په نیواکي فلسطین یعني اسرائیلو کښې د وروستیو نظر سنجیو پراساس اکثره صهیونیسټان د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په نالایقتوب خپه او د راتلونکي په هکله بدبینه دي .

د بحرین د شیعه مسلمانانو مشر شیخ عیسي قاسم له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د متحده عربي اماراتو اقدام او د ځینو نورو عربو هیوادونو ګروهنې ته په غبرګون کښې وویل د اړیکو دغه عادي کول حرام دي او  هغه جنایتکاره اقدام دی .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع په سعودي عربستان کښې په «ابها» نړیوال هوايي ډګر(Abha International airport ) د انقلابیانو د بې پایلوټه الوتکو د حملې خبر ورکړ .

د یمن عسکرو په تیرې یکشنبې ورځ هم په دغه هوايي ډګر د څو بې پایلوټه الوتکو بریدونه کړي وو .

خبرو سرچینو د لبنان د پخواني لومړي وزیر سعد حریري او د ده د مشر  ورور بها حریري د پلویانو ترمینځ د وسله والې نښتې او د یوه(۱) ښاریز د وژل کیدا خبر ورکړی او دغه راز د لبنان په دوو(۲) نوروسیمو کښې هم وسله والې نښتې شوي دي .

د میډل ایسټ ايي (Middle East Eye) اینټرنیټ پاڼې مسول چلونکي په یوه (۱) راپور کښې واک ته د رسیدا لپاره د ولیعهد محمد بن سلمان لخوا د نورو چارواکو ځپلو ته په اشارې سره وویل سلمان یو(۱) سیاسي بیمار دی چې د عظمت په لیونتوب اخته دی .

د لبنان یوه(۱) اینټرنیټ سایټ وویل امریکا او سعودي عربستان د تیلو د ارامکو شرکت په وسیله د سوریې په ختیځ کښې د دغه هیواد د تیلو د غلا کولو کوشش کوي او د صهیونیسټ رژیم جاسوسۍ ادارې موساد هم په دغه سیمه کښې خپل فعالیت زیات کړی دی .

د سعودي عربستان څارنوال د خبریال جمال خاشقچي د قتل د اصلي عامل په توګه له  ولیعهد محمد بن سلمان څخه له تحقیق ترسره کولو پرته د وژلې د دغه دوسیې د تړل کیدا خبر ورکړ .

په قطر کښې د طالبانو سیاسي دفتر ادعا وکړه تراوسه د کابل د حکومت لخوا د دغه ډلې د بندیانو د خوشي کیدل فاینل شوي نه دي او په همدې دلیل طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې نه پیلوي .

خو د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا وايي د طالبانو د پاتې اوو(۷) بندیانو د خوشي کیدا بهیر چې فرانسه او اسټرالیا یې د ازادیدا  په هکله ځینې ملاحظات لري هم بشپړ شوی دی .

د عراق پولیس او الحشد الشعبي ولسي ځواک په کرکوک ولایت کښې وتوانیدل د داعش ډلې دریو(۳) پټنځایونوته په نفوذ کولو سره پنځوس (۵۰) توغندي او درې سوه (۳۰۰) هوانونه کشف کړي .

د چین ولسمشر شي جین پین وویل چین داسې ستر اقتصاد دی چې له کورونا ویروس سره یوځاې خپلې اقتصادي ودې ته بیرته ستون شوی دی او زیاته یې کړه دغه حقیقت د چین انرژۍ او قدرتمن وس ښکاره کوي .

د امریکا او د چین ترمینځ د شخړو په دوام کښې د چین اواکس الوتکې د جنوبي سمندر د پاسه الوتونه کوي .

()

خوږو اوریدونکو اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي وګورو .

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر د مشر مرستیال صالح العاروري په لبنان کښې د مقاومت ډلو د وروستۍ غونډې په اړه د توضیحاتو د وړاندې کولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ د ایران د لبنان د حزب الله او د فلسطین د حماس غورځنګ ترمینځ غږملتیا ستراتیژیکه ده .

د لبنان د الشعب ګوند مشر او د پارلمان پخواني استازي «نجاح واکیم» د بیروت په چاودنې کښې په لاس لرلو د امریکا او د صهیونیسټ رژیم په تورنولو سره لبنان ته د فرانسې د ولسمشر ماکرون سفر په دغه هیواد کښې د روسیې او دچین له نفوذ سره د مقابلې لپاره هڅه  وبلله .

هغه وویل د امریکا او د اسرائیلو جاسوسۍ ادارو د بیروت چاودنه کړي ده او په راتلونکي کښې به دغه خبره ثابته شي .

د کویت یوه (۱) امنیتي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی وویل د دغه هیواد دملي امنیت پرضد خطرناکه دسیسه شنډه شوي ده چې پکښې یوشمیر پوځیانو  د پارلیمان غړیو او له انګلستان سره اړونده نفوذ لرونکو کسانو ګډون درلود .

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح د امریکا په سیاستونو نیوکې سره وویل مونږ  د واشنګټن د عسکرو له شتون پرته هم د خپل هیواد د دفاع کولو جوګه یوو .

د عراق امنیتي ځواکونه په کرکوک ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې پټنځایونو ته په نفوذ کولو سره وتوانیدل ګڼ شمیر توغندي او هوانونه کشف کړي .

د لبنان د پخواني لومړي وزیر سعد حریري چې د المستقبل ډلې مشر هم دی د پلویانو او د حریرې د مشر ورور« بها حریري» د طرفدارانو ترمینځ په وسله والې نښتې کښې یو (۱) کس وژل شوی دی .

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل د طالبانو د نه چمتووالي په دلیل خبرې ځنډیدلي دي او د دغه ډلې لخوا د چمتووالي په اعلانیدا سره به سمدستي د کابل د حکومت پلاوی قطر ته ولاړ شي .

ملګروملتونو او ترکیې د سعودي عربستان لخوا د خبریال جمال خاشقچي د قتل دوسیې د ختمیدا په هکله غبرګون ښودلی دی .

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف چې اتن(Athen) ته تللی دی د یونان له ولسمشر سره په  کتنې کښې د ترکیې او د یونان ترمینځ د مینځګړیتوب لپاره د ماسکو چمتووالی اعلان کړی .

د لیبیا د ملي وفاق پوځ په سرت (Sirte) ښار باندې د جنرال خلیفه حفتر د ځواکونو له توغندوي بریدونو وروسته تیارسی شوی دی .

()

ګرانو اوریدونکو اوس به د تهران چاپ د همشهري ورځپاڼې سرټکي درته وړاندې کړو .

له وروستیو اعلان شویو شمیرنو سره سم د لبنان دپلازمینې بیروت په ویرونکي چاودنې کښې یوسل نوي (۱۹۰) کسان وژل شوي او دغه راز شپږ زره پینځه سوه(۶۵۰۰) کسان هم ژوبل شوي  او اووه(۷) کسان هماغه راز بې درکه دي .

له نړیوالو جنګونو د سویټرز دوه سوه (۲۰۰)کاله لیرې کیدا دغه هیواد په یوه (۱)ترټولو مهم نړیوال مینځګړي او لوبغاړي بدل کړی دی .

د یوې (۱) نظر سنجې پایلې ښيي د برازیل پینځه (۵) فیصده خلک تر هیڅ شرایطو لاندې نه دي چمتو د کورونا ضد واکسین ولګوي او شل (۲۰) فیصده نور بیا وايي مکمنه ده دغه واکسین ونه وهي .

په هندوستان کښې په کورونا ویروس د خلکو د ککړیدا شمیر زیات شوی او اوس له امریکا څخه وروسته په دوهم (۲) لمبر کښې ورغلی دی .

()

Image Caption

 

خوږو اوریدونکو اوس به د کابل د ورځپاڼو د ځینو مهمو ورځپاڼو سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو نن تر ډېره په خپلو خپرو کړو موضوعاتو کې سولې او جګړې ته اشاره کړې.

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې "د سولې   په خبرو کې ځنډ ستونزه چېرې ده؟" تر عنوان لاندې لیکلي  د امریکا او طالبانو ترمنځ په فبروري میاشت کې د سولې هوکړه لاسلیک شوه اوس له دې نېټې نږدې شپږ(6) میاشتې تېرېږي، خو د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې لا هم نه ‌دي پیل شوي.

ورځپاڼه لیکي، لومړی د دې خبرو د پیل پر وړاندې اصلي خنډ د طالب زندانیانو ازادي بلل کېده، خو حکومت د لویې مشورتي جرګې له رابللو وروسته په یوه ډول دا خنډ لیرې کړ خو اوس طالبانو بیا ویلي چې د دوی ټول بندیان نه‌دي خوشې شوي او تر هغه خبرې نه‌پیلوي چې دا پروسه بشپړه نه‌شي.

ورځپاڼه زیاتوي  که له یوې خوا حکومت ژر د خبرو د پیل په اړه هیله‌مندي ښيي خو لا هم هېڅ کره نېټه نه ‌ده اعلان شوې چې وښيي مذاکرات پیلېدونکې دي.

د هشت صبح ورځپاڼې  له قوله، پاکستان ته د طالبانو د یو شمېر مشرانو له سفر وروسته او د دې ډلې په لیکو کې اختلاف یو(1) بل دلیل دی چې خبرې یې ځنډولې دي.

 هشت صبح ورځپاڼه د دواړو لورو ترمنځ د تشریفاتو مسایلو په سر اختلاف هم د خبرو د ځنډ یو(1) دلیل بولي.

()

هېواد دولتي ورځپاڼې هم  خپله سرلیکنه کې په افغانستان کې سولې او جګړې ته ځانګړې کړې او لیکي،که له یوې خوا په ملي او نړیواله کچه د سولې لپاره هڅې زیاتې شوې  خو تر خوا یې طالبانو هدفي وژنو او ډله‌ییزو بریدونو ته زور ورکړی.

هېواد ورځپاڼه  لیکي  طالبان داسې مهال خپلو بریدونو ته زور ورکوي چې په قطر کې یې مشرانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي او د تاوتریخوالي د کمولو سربېره ‌یې د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو په پیل ټینګار کړی دی.

په سرلیکنه کې زیاته شوې  دا کتنه د دې لپاره شوې چې د طالبانو  له  غوښتنې سره سم، د دوی ټول بندیان خوشې شوي او د خبرو د پیل لپاره هېڅ پلمه نه‌ده پاتې.

ورځپاڼه لیکي، طالبان باید درک کړي چې سوله یوازې د حکومت نه، بلکې د ټول  افغان ملت غوښتنه او ستر لومړیتوب دی.

هیواد ورځپاڼه پر طالبانو غږ کوي که چېرې دا ډله غواړي په  سیاسي بهیر کې شریکه شي او د جګړې له دریځه د تېرېدو په حالت کې ده  نو باید ثابته یي  کړي چې هغوی یې پر سیاست ګټي او د دې لپاره ورته ښه ده چې ژر تر ژره اوربند وکړي او د سولې مذاکرات پیل کړي.

()

دنیا ورځپاڼې بیا د ډیورند کرښې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني مرستیالې میرمن  الېس ولز څرګندونې را اخیستي چې ویلي یې دي  ډېورند په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوې پوله ده.

ورځپاڼه لیکي، افغانانو ته د ډیورند کرښې په اړه د امریکا نیت او پالېسي له وړاندې معلومه ده او په دې برخه کې د دوی د رسمي او غیر رسمي چارواکو څرګندونې هېڅ اغېز نه‌ لري.

د کابل چاپ دنیا ورځپاڼه زیاتوي امریکا غواړي په زوره  په افغانانو ډیورینډ کرښه  تحمیل کړي خو د ورځپاڼې له قوله  امریکا باید په دې پوهه شي چې اوس نړۍ او ملتونه په یویشتمي (21)میلادي پېړۍ کې دي او دا ډول مسایل اوس د خلکو په ارادو پورې تړلي دي نو له همدې کبله امریکایان او نور باید په دې اړه چې هېڅ اړتیا یې نه‌شته په ډیورینډ موضوع د  نظر  له څرګندولو ډډه وکړي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې  قدرمنو لوستونکو دا وه د ایران او دافغانستان ورځپاڼو ته کتنه نور له تاسو اجازه غواړو خوښ او  خوشحاله وسئ .