Sep 16, 2020 15:35 Asia/Kabul
  • په تهران کښې د اسلامي بېدارۍ نړيوالې ټولنې غونډه، د فلسطين آرمان سره د خيانتونو په وړاندې هدفونه او ذمه وارۍ

صهيونېسټ جنايتکار رژيم په نيواک سره رامنځته شوے دے او په همدې وجه هيڅ ډول رواوالے نه لري.

دا يو تاريخي او سياسي حقيقت دے چې په هيڅ منصوبې او هيڅ سازش سره به يې ماهيت بدل نه شي.

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کښې د پېړۍ معامله نومې شېطاني منصوبې مخکتنه وکړه.

د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم بنيامين نتنياهو د دغې امريکائي – صهيونېسټي منصوبې د مخکتنې په مراسمو کښې د اماراتو، بحرين او عمان درې هېوادونو سفيرانو ته په خطاب سره چې په دغه غونډه کښې موجود وو وويل، ډېر د خوشحالۍ ځاے دے چې تاسو نن دلته وينم دلته کښې ستاسوشتون يو ډېر مهم پېغام لري.

اوس د دغه سازشکارانه بهير په دوام کښې د امريکې  ولسمشر اګست په ديارلسمه نېټه د صهيونېسټ رژيم او اماراتو ترمېنځ د تعلقاتو د بحالولو د موافقې له اعلان تقريباً يو مياشت وروسته د ستمبر په يولسمه نېټه  د بحرېن او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ د تعلقاتو د بحالولو خبر ورکړ.

د پېړۍ معامله نومې منصوبې مخکتنه او له صهيونېسټ رژيم سره د سيمې د ځينو عربو هېوادونو د تعلقاتو بحالېدل د دغه پراخه دسيسې يوه بله کړۍ ده چې پکار دے اهداف يې د نړۍ ټولو خلقو ته بيان شي او کوشش اوشي چې د فلسطين په خلقو د ظلم او ستم په مقابل کښې له نړيوالې ټولنې څخه يو  واحد غږ واورېدل شي.

په همدې لړ کښې تهران پرون د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې د ديارلسمې غونډې کوربا ؤ.

دغه غونډه د اسلامي نظر خاوندانو په غوښتنه د ويډيو کانفرنس له لارې جوړه شوه.

د اسلامي بيدارۍ د نړيوالې ټولنې مشر علي اکبر ولايتي د دغې ټولنې د دغه غېرمعمولي غونډې د اهدافو په بيانولو کښې وويل، د اسلامي بېدارۍ ټولنه دا خپله دنده بولي چې په دې اړه يو اقدام وکړي.

له صهيونېسټ رژيم سره سفارتي تعلقات ټينګول د فلسطين او قدس شريف له آرمان سره څرګند خيانت او له ۱۹۴۶ نه تر اوسه پورې د عربو هېوادونو د اتحاديې د مصوبو د مفادو يو ډول خلاف ورزي ده.

د عربو رژيم په خاصه توګه د اماراتو، بحرېن او بل هر عربي يا اسلامي هواد مشران چې له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د بحالولو خوب ويني پکار دے پوه شي چې له داسې يو رژيم سره تعلقات ټينګول چې له اويا کلونو راهسې د فلسطينيانو حقوقو ترپښو لاندې کوي او يوازې د وسلې او فلسطينيانو د قتل عام په ژبې سره خبرې کوي نه يوازې د دغو مظلومو خلقو په ضرر دي بلکه يو شمېر عرب هېوادونه هم د لکونو فلسطينيانو د وينې په تويولو کښې د صهيونېسټانو په جرم کښې شريکوي.

د راې اليوم ورځپاڼې چيف ايډيټر عبدالباري عطوان په يوې مقاله کښې ابوظبۍ ته نېغ په نېغه وړومبني الوت ته په اشارې سره چې د اماراتو او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ د تعلقاتو د بحالېدو د موافقه ليک له لاسليکېدو وروسته رامنځته شو وليکل، که څه هم د ابوظبۍ په نړيوال هوائي ډګر کښې د اسرائيلو د العال نومې الوتکې کوزېدل او د سعودي له هوائي حريم څخه تېرېدل يې د خاوندانو له نظره يو تاريخي اقدام ګڼل کيږي خو د هر شريف عرب او مسلمان ښاريز لپاره دردناکه چاره ده. دغه اقدام د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو، مصر او اردن لخوا د تعلقاتو د بحالولو مخکښېنو موافقه ليکونو په شان شرم او عار دے.

د فلسطين د مظلوم ملت د مارزو تاريخ ښودلې ده چې په هغو فتنو و دسيسو کښط چې د امريکې او اسرائيلو په فکري کوټو کښې پلانيږي د لوړو ژورو باوجود د فلسطيني ملت له حقوقو څخه په دفاع کښې د مقاومت محاذ لا زيات منسجم او په سيمه او نړۍ کښې له صهيونېسټ رژيم څخه کرکه او نفرت لا زيات ژور شوے دے.

د فلسطين ملت د نورو ملتونو په شان حق لري چې خپل برخليک په خپله وټاکي او د دغه مهم او نه زيامنېدونکي اصل په بنياد هيڅ سازشکارانه منصوبه د صهيونېسټ رژيم ماهيت نه شي بدلولې.

په حقيقت کښې چې د فلسطين برخليک او مستقبل به برابر کړي اسلامي بېداري او کلکه اراده ده چې ټول استکباري انډولونه او محاسبات بدلوي.

-----

 

ټیګونه