اسلامي ایران د فلسطین د خلکو ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93023-اسلامي_ایران_د_فلسطین_د_خلکو_ملاتړ_کوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل د پیړۍ د معاملې په شمول هر ډول لاره چاره چې د فلسطین د ملت غوښتنو ته پام ونکړي باطله ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2020 00:45 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د فلسطین د خلکو ملاتړ کوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل د پیړۍ د معاملې په شمول هر ډول لاره چاره چې د فلسطین د ملت غوښتنو ته پام ونکړي باطله ده .

د ایران د باندنیو چارو وزارت پرون په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې د صبرا او د شتیلا د عام  وژلې د کلیزې په مناسبت ولیکل د صبرا او د شتیلا د کیمپونو عام وژله د نکبت د ورځې نتیجه وه او د پیړۍ معامله هم دوهمه  (۲) نکبت ورځ ده چې د فلسطین د ټاټوبو په دائمي ډول د نیولو هدف تعقیبوي .

د صهیونیسټ رژیم عسکرو د نولس سوه دوه اتیایم (۱۹۸۲) میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له شپاړسمې (۱۶) تر اتلسمې (۱۸) نیټې پورې په لبنان کښې د صبرا  او د شتیلا فلسطیني کیمپونو په زرګونو وسیدونکي په ډیر بوږنونکي ډول وژلي وو .

اریل شارون چې هغه وخت د صیهونیسټ رژیم د جنګ وزیر او د لبنان د نیواکي سیمو قومندان و د فلسطین دخلکو په دغه وژلې کښې اصلي رول پرغاړه درلود .

د نکبت ورځ د فلسطین د سلګونو زرو خلکو له خپل  ټاټوبي څخه د شړلو او د نولس سوه اته څلویښتم (۱۹۴۸) میلادي کال د مي د میاشتې په څوارلسمه (۱۴) نیټه د صهیونیسټ رژيم د موجودیت د اعلان او د فلسطینیانو او د فلسطین د ملاتړو خلکو لپاره د ویر ورځ ده .