د ایران د اسلامي جمهوریت او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93046-د_ایران_د_اسلامي_جمهوریت_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پانې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 20, 2020 06:40 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي جمهوریت او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پانې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

()

ګرانو لوستونکو  نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي یي څه دي .

د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک سپاه پاسداران مشر حسین سلامي د تهران پرضد د امریکا د ولسمشر ترمپ وروستیو لاپو او ګواښونو ته په غبرګون کښې وویل ښاغلیه ټرامپه که چیرې یوه(۱) ایراني ته هم کوم تاوان ورسیږي نو له تاسو به بدل واخیستل شي دا جدي ګواښ دی او مونږ به ټول شیان په عمل کښې ثابت کړو .

سردار سلامي وویل د شهید سلیماني د ټرور ټول عوامل له مینځه وړو .

له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د ښکاره کولو لپاره د بحرین او د متحده عربي اماراتو له شرمونکي موافقې وروسته د یمن ، د عراق د مراکش د بحرین او د فلسطین خلکو د دغو دوو(۲) عربو هیوادونو پرضد مظاهرې وکړې .

صهیونیسټي رسنیو له نتانیاهو د وروسته پروژې په مطرح کولو سره په یوې (۱) شننې  کښې چې د نوي عبري کال په مناسبت خپره شوه ولیکل که چیرې د ښي پالو او د کیڼ پالو ترمینځ کومه موافقه وي نو هغه د لومړي وزیر نتانیاهو له قدرت څخه د څنګ ته کیدا په هکله ده .

په سوریې کښې د امریکا د ترهګرو عسکرو په شتون باندې د خلکو او د دمشق د حکومت له بیا بیا اعتراضونو سره سره واشنګټن له کویت څخه خپل نوي زغر ګاډي د سوریې شمال ته ولیږدول .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار میک ماسټر ایشوا کړه چې د ټرمپ حکومت د افغانستان د حکومت  پرضد له طالبانو ډلې سره ملګری شوی دی .

د متحده عربي اماراتو یوشمیر مشهورو فعالانو په یوې (۱) بیانیې کښې له صهیونیسټ رژيم سره  په سازباز کولو کښې د خپل هیواد د واکمنانو اقدام په کلکه وغاند او هغه یې د فلسطین د ملت په ملاتړ کښې د اماراتو د خلکو په تاریخ باندې سترګې پټول وباله .

د عراق د الحشد الشعبي ولسي ځواک یوه(۱) نامتو قومندان وویل امریکا په پلازمینې بغداد کښې د خپل سفارت او د کارکونکو د ساتلو لپاره د سفارت ګیرچاپیر دوه زره پینځه سوه (۲۵۰۰) پوځيان دیره کړي دي  .

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته له پاتې په دوه(۲) میاشتې کم وخت کښې د سترې محکمې د لیبرال قاضي روث ګینسبرګ مړینې په هیواد کښې یو(۱) جنجال رامینځته کړی دی .

په اروپايي هیوادونو کښې د کورونا ویروس حالت سور(RED) شوی او محدودیتونه له سره پیل شوي دي  .

په تیرو دوو (۲) میاشتو کښې په اکثرو اروپايي هیوادونو کښې په کورونا ویروس د  ککړو کسانو شمیر د زیاتیدا په حال کښې دی او په دوې کښې نیمايي هیوادونه په تیرو دوو (۲) اونیو کښې د څه  پاسه لس (۱۰) فیصده کسانو په ویروس د ککړیدا کتونکي دي .

د لبنان ولسمشر میشل عون په دې خبرې سره چې هیواد یې په برخلیک ټاکونکي حالت کښې ورغلی دی له اوسنیو کړکیچونو د وتلو لپاره له نورو هیوادونو د مرستې غوښتنه وکړه .

()

ګرانو لوستکو  اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړ هغه روده چې امریکا د سوریې د کردانو په هکله غوره کړي ده د ټولې سیمې لپاره له غمیزې ډکې پایلې لري .

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ وویل مونږ داسې سندونه لرو چې ثابتوي چې په هیواد کښې په ترهګرو پیښو او د مذهبي  نفرت په زیاتولو کښې هندوستان اصلي رول لري .

د عراق په دیاله سیمه کښې د الحشد الشعبي ځواکونو ویاند وویل دغه  ځواک په دغه ولایت کښې د داعش د ترهګرۍ(Terrorism) د دوهم (۲) نسل د زیږیدا مخه ونیوله .

په اروپا  کښې د چاودیدونکو موادو د زیرمه کولو په هکله د لبنان د حزب الله غورځنګ پرضد د امریکا له تور لګولو یوه(۱) ورځ وروسته د فرانسې خارجه وزارت وویل داسې هیڅ سند نشته چې وښايي حزب الله په فرانسې کښې دچاودیدونکو موادو د جوړولو لپاره کیمیاوي مواد ذخیره کړي دي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کښې په خبري کانفرنس کښې وویل د افغانستان طالبان ډیر پریکنده او باهوشه دي .

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پرضد د یونان په یوې (۱) خپرونې کښې له سپکاوي د ډک مطلب له خپریدا سره په یووخت د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې تاوتریخوالی زیات شوی او ترکیې په انقرې کښې د یونان سفیر احضار کړ .

د مصر پولیسو د قاهرې په ختیځ کښې په سویز ښار کښې د خلکو په پراخو مظاهرو باندې حملې سره هغه  وځپلې کومې  چې د ولسمشر عبدالفتاح السیسي پرضد ترسره شوي وي.

په الاقصی جومات کښې په زرګونو فلسطینیانو له صهیونیسټ رژیم سره د بحرین او د متحده عربي اماراتو د خائنو واکمنانو شرمونکي موافقه وغندله .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لومړي وزیر د امنیتي او د دفاعي چارو مرستیال «جلال الرویشان» د خپل هیواد د ټولو سیمو تر ازادیدا پورې د مارب د ستراتيژیکې جګړې په دوام ټینګار وکړ .

د امریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې ایشوا کړه چې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو په هکله د سعودي عربستان د باچا سلمان بن عبدالعزیز او د ولیعهد بن سلمان ترمینځ اختلاف رامینځته شوی دی .

د امریکا د سترې محکمې لوړرتبه او لیبرال قاضي روث  ګینسبرګ پرون په اوه اتیا(۸۷) کلنۍ کښې مړه شو او ویل کیږي د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کیدا ته په نږدې وخت کښې د دغه قاضي مړینه د ډیموکراټ ګوند او د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندید جو بایډن لپاره یو(۱) ستر چیلنج کیدلای شي .

د عراق د مقتدا صدر ډلې مشر مقتدا صدر له صهیونیسټ رژیم سره د ځینو عربو هیوادونو د سازباز د موافقې د غندلو په ترڅ کښې په تل ابیب کښې د عراق د مجازي سفارت د پرانیستلو په هکله د خپرو شویو خبرونو په باره کښې د صهیونیسټ رژیم  لومړي وزیر نتانیاهو ته خبرداری ورکړ .

د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه(۱) نامتو غړي وویل د افغانستان اوسنی نظام کاملا فاسد او ناتوانه دی او د اشرف غني له حکومت سره د یوه(۱) ائتلافي حکومت جوړول د ډوبیدونکي کشتۍ په شان دي چې مونږ به هم ډوب کړي .

د انګلستان ګارډین ورځپاڼې په یوه(۱) راپور کښې یورانیمو ته د سعودي عربستان د نه ضرورت د احتمال په هکله یوشمیر سندونو ته د لاسرسي خبر ورکړ او ویې ویل د عربستان د حکومت د یورانیمو سرچینې د اټومي بم د جوړولو لپاره کافي دي .

()

خوږو اوریدونکو اوس به د کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

()

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، یو څه چې د سولې بین الافغاني خبرې ننګوي هغه د دواړو لورو د غوښتنو ترمنځ تقابل دی چې په وینا یې دا لامل شوی چې د یوې اوونۍ تر تېرېدلو ورسته هم رسمي خبرې پیل نه شي.

د سرمقاله لیکوونکي په وینا، د تماس ډله لا نه ده توانېدلې چې په تخنیکي مسایلو خبرې وکړې او د خبرو په څرنګوالي هوکړه وکړي.

هشت صبح ورځپاڼې ټينګار کړی چې د سولې په خبرو اترو کې د افغانانو تمه دا نه ده چې دواړه لوري د زور ازماېښت وکړي بلکې په وینا یې دلته د سولې او جګړې پای ته رسېدو هدف دی چې میلیونونه افغانان ورته سترګې په لار دي او اړتیا ده چې دواړه لوري هوکړه وکړي.

()

مسیر ورځپاڼې لیکلي،تمه وه چې په قطر کې د سولې د خبرو له پیل سره سم که بشپړ اوربند ونه شي، نو د تاوتریخوالي کچه به را ټيټه شي خو په وینا یې په تېرو څو ورځو کې له ګڼو ولایتونو د جګړې، نښتو، چاودنو او وژنو خبرونه ورکول کېږي.

وړاندې په سر مقاله کې راغلي، ستونزه دا ده چې لا هم دواړه اړخونه د اوربند مسئلې ته له سیاسي زاویې ګوري او حکومت فکر کوي چې که پر طالبانو اوربند ومني، نو طالبان له زوره لوېږي او بیا د نورو سیاسي غوښتنو په نه منلو کې مقاومت کولی شي.

د مسیر په باور، حکومتي اړخ اوربند د سولې د بریا لپاره نه، بلکې د طالبانو د کمزوري کولو لپاره غواړي او طالبان هم جګړه پر حکومت د فشار لپاره کاروي او له امریکا سره له هوکړې وروسته په جګړو او بریدونو سره بیا بیا دا پيغام ورکوي چې امریکایان وځي او دوی د جګړې له لارې کولی شي چې حکومت له پښو وغورځوي.

د لیکوال په وینا، داسې هم امکان لري، چې طالبان پر حکومت د فشار ترڅنګ د خپلو لیکو د ساتلو لپاره هم اوربند ته زړه نه ښه کوي خو په وینا یې، ښه کار خو دا ده چې دواړه اړخونه اوربند یا اورکم ته له اخلاقي او دیني اړخه هم وګوري، نه له سیاسي اړخه.

()

هېواد دولتي ورځپاڼې له طالبانو يوځل بيا د اوربند غوښتنه کړې ده.

وړاندې راغلي، افغانان له جګړو ستړي شوي او بايد د تاوتريخوالي اوسنۍ کچه راکمه کړای شي.

ورځپاڼې لیکلي، دا چې طالبان به د اوربند په بدل کې نور څه غواړي

ښايي په مخامخ مذاکراتو کې را برسېره شي.

خو د لېکوال په باور، طالبان ډېر خيالونه او فکرونه لري، چې په وینا یې، دا فکرونه د افغانستان اوسنيو حالاتو ته په پام او د ملت او ملي ګټو پر بنسټ نه شي پلي کېدای او ملت هغه پخوانی ملت نه دی، چې له هر لوري او يا هم د هرې ډلې له خوا به پرې نظامونه او يا هم حکومتونه تپل کېدل.

سرمقاله لیکوونکي په خبره، دې ته په کتو سره بايد طالبان په خپلو فکرونو کې د وخت له غوښتنو سره سم بدلون راولي او د اوسنۍ نړۍ او اوسني افغان ولس فکرونه درک او ورته درناوی ولري.