تخت روانچي:
امريکه به د تېر شويو پرېکړليکونو ستنېدل هيڅکله ونه ويني
په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي د ايران په خلاف د امريکې يو اړخيز بنديزونه عملي اثر نه لرونکي وبلل او وې ويل: امريکه به د تېر شويو پرېکړليکونو ستنېدل هيڅکله ونه ويني
د ايرنا د رپوټ له مخې مجيد تخت روانچي بېګا د ايران په خلاف د امريکې د نويو بنديزونو په غبرګون کښې په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: د ايران په خلاف د بنديزونو لګولو لپاره د امريکې فېصله به په عمل کښې هيڅ اثر ونه لري او يوازې د سپينې ماڼۍ د مايوسۍاو نااميدۍ ښودونکې ده.
هغه زياته کړه، امريکه به د تېرو شويو پرېکړليکونو ستنېدل هيڅکله ونه ويني، ځکه چې هغه د نړيوالو حقوقو په بنياد نور وجود نه لري.
د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د خپلو غليمانه اقداماتو په دوام کښې له ايران سره اړوند اويشت ادرې او افراد بائيکاټ کړل.
د ټرمپ حکومت دغه بنديزونه د ايران په خلاف د ملګرو ملتو د بنديزونو د ستنولو لپاره د خپلو هلو ځلو له ماتې وروسته لګولي دي.