د ملګروملتو عمومی اسمبلۍکې او د امریکا د حقیقي ماهیّت ایشواکونه
د ایران ملت هیڅکله هم د امریکا سرزوریو ته نه تسلیمیږي او د ا ئې په عمل کې هم ثابته کړې ده . د ایران ملت په څو زره کلن تاریخ سره هیڅکله اجازت نه ورکوي ، چې یو سرزوری حکومت هرشان ته چې وغواړي ورسره چلند وکړي .
د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ غونډه چې سږکال د کرونائي بحران له امله په ځانګړو شرائطو کې د ویډیوئي کنفرانس له لارې ترسره کیږي ، د نړیوالو اندیښنو دبیانولو لپاره یو فرصت دی .
د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني بیګا په هغې وینا کې چې د ویډیوئي کنفرانس له لارې ئې دملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په پنځه اویایمې کلنۍ غونډې کې کړي ،د نړۍ د مسئلو په وړاندې ئې د ایران د لیدتوګو او دریځونو په بیانولو سره د امریکا د ماهیّت په باب حقیقتونه او د یواړخیزوالي نتیجې بیان کړې .
ډاکټر حسن روحاني په دغې مهمې وینا کې په دوو مهمو موضوعګانو ټینګار ووکړ.
لومړۍ موضوع ، په دې ټکی ټينګار دی،چې د ایران ملت هیڅکله هم د امریکا سرزوریو ته نه تسلیمیږي او دا ئې په عمل کې هم ثابته کړې ده .د ایران ملت په څو زره کلن تاریخ سره هیڅکله اجازت نه ورکوي ، چې یو سرزوری حکومت هرشان ته چې وغواړي ورسره چلند وکړي .
د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره چې امریکا نه پر مونږ خبرې اترې تپلی شي او نه هم جنګ ، ټينګار کړی ، نن سبا سرزوری او بدماشۍ ته د نړیوالو د :نه : وئيلو وخت دی .
دوهمه موضوع ، هم هغه دوه مخیتوب او تضادونه دي چې امریکا ئې دنړیوال امنیت په یوه ګواښونکي او خطرناک موجود بدله کړې ده .
ددغه دوه مخیتوب یوه برخه دانساني حقوقو په ډګر کې ده. دبشری حقوقو په زمینې کې د لویدیځ په نظر کې ډير زیات دوه ګوڼوالی شته دی . هغه څه چې نن سبا د امریکا په ټولنې کې لیدل کیږي ، په دې زمینې کې یوه روښانه بیلګه ده . د امریکا خلک د خپل هیواد د واکوالانو له توکمپالنې ، فساد، بې عدالتۍ او نالایقتوب څخه ستړي شوي او نن سبا درسته نړۍ ئې د چغې او اعتراضونه آوري .
دایټمي پوهې په موضوع کې هم چې له ایټمي سائنس او پوهې څخه د سوله ایزې استفادې لپاره دایران د پوهانو د کلونو کلونو هلو ځلو نتیجه ده ، د امریکا د نادودو مخالفتونو او بندیزونو شاهدان یوو. دغه اقدامات نه یوازې د هیڅ قانوني منطق او دلیل په اساس نه دي ، بلکې دهغه بې قانونه منطق دخوریدا لپاره دي ، چې نتیجه ئې پر ملګروملتو د سترګو پټول او د امنیت شورا پریکړه لیکونو ته بې پروائي او بې پامي ده .
امریکا له ایټمی وسلو څخه دیوازیني استفاده کونکي هیواد په توګه ، له ایټمي وسلو څخه د پاکې نړۍ په لاره کې ترټولو ستر خنډ دی . سپينې ماڼۍ البته د صهیونیسټ رژيم په څير له خپلو متحدانو سره دایټمي سلاکوټونو د جوړولو او پراختیا په لاره کې مرستې کړي او خپلې سپيرې سترګې ئې د اسرائيلو او عربستان په نادودو ایټمي فعالیتونو باندې پټې کړي دي .
د امریکا یوه مشهور نظریه وړاندې کونکي نوام چامسکي د واشنګټن په سیاستونو کې د دوه ګوڼوالي دغې برخې ته په اشارې سره وئیلي دي ، بې ثباتي په سیاسی دوه ګوڼوالي کې جالبه معنا لري . کله ایران په سیمې کې له داعش سره مقابله کوي ،نو دغه اقدام بې ثباتي معرفي کیږي ، خو کله چې امریکا په عراق حمله کوي او په لکونو عام خلک وژني ، په میلیونونو نور کډه په سر کوي،هیواد تباه کوي او فرقه پالې نښتې پيلوي،چې عراق وویشي او درسته سیمه سره ګډه وډه کړي،په درستې نړۍ کې ترهه ګري خوروي،نو دا د ثبات درامینځةکونې لپاره د امریکا د دندو یوه برخه یادول کیږي ، چې باید د نړۍ په ګټه دوام ومومي .
په دغه شان وضعیّت کې د امریکا له یواړخیزو سیاستونو سره مقابله ، په چورلټ ډول یوه نړیواله اړتیا ده او نړیواله ټولنه باید له دغو سیاستون وسره دمقابلې لاره پیدا کړي ،څو په نړیوالو اړیکو کې ئې په یواړخیزوالي د بدلیدو م خه ونیول شي .
دملګروملتو دعمومی اسبملۍ په پنځه اویایمې کلنې ناستې کې د اسلامی ایران د ولسمشر وینا، په حقیقت کې د نړۍ پر برخلیک د امریکا د یواړخیز پالنې د اغیزو بیانول دي چې د بشري حقوقو، ډيموکراسۍ ا و امنیت ددفاع په څير د دو که ورکونکو شعارونو تر شا ،له ورایه ښکاري .