د اسلامي انقلاب ستر لارښود د شهیدانو درنښت وکړ
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د سپیڅلي دفاع د اونۍ او د شهیدانو او د سرشیندونکو د درنښت د ورځې په مناسبت یوه پیغام کښې ټینګار وکړ د وخت تیریدل نه دي توانیدلي او هیڅکله به ونه توانیږي د ګرانو شهیدانو یاد د ایران د ملت له خاطرې پاک کړي .
هغه حضرت نن وویل دغه ځلاند لوح به تل د شهادت په نوم او د شهیدانو په یاد سره ښکلی پاتې وي .
د ایران داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه دغه تاریخي ذخیره به تل زمونږ نسلونو ته هیله ، همت او جرات وروبښي چې د لوړو هدفونو په لور پیاوړي او پایداره ګامونه واخلي او د دنیا د شیطانانو له د ښمنۍ څخه ونه یریږي .
هغه حضرت ټینګار وکړ د عدل او د حق جبهه به په دغه توان او الهي مرستې سره سترو بریالیتونو ته ورسیږي .