د اسلامی انقلاب په مقابل کې د امریکا قدرت ورژيد
داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان ددې خبر ې په کولو سره چې په تپلي جنګ کې سترو قدرتونو عراقي رژيم ته پرمختللي وسلې او تجهیزات ورکړل ، په داسې حال کې چې ایران د تنهائۍ په اوج کې ؤ ،یادونه کړې،کله مومن اوایماندار او د وطن دفاع کونکي ځوانان اوبوډاګان په انګیزې سره په دښمن حمله کوي،نو هیڅوک ئې په وړاندې مقاومت نشي کولی .
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان ایران ته دګوزار ورکولو لباره د امریکا دوامدارو ناکامیو ته په اشارې سره وئيلی ، امریکا د ایران د معظم لارښود او ملت په هنر مندۍ او کلک دریدا سره د اسلامی انقلاب په مقابل کې دقدرت دشړیدا کتوته مجبوره شوې ده .
سردار حسین سلامي نن د ایران داسلامی شورا په څرګندې غونډې کې په شتون سره پخپلې وینا کې ددې ته په اشارې سره چې په ایران د ګوزار کولو لپاره له ډیرو لګښتونو سره سره،امریکا هیڅ بریا نه ده ترلاسه کړې،ووئيل،سپيڅلي دفاع، داسلامی انقلاب په وړاندې د نړۍ د ظلم او کړاؤ دبهیرونو او د استکباري نړۍ په وړاندې دایران د ملت نه ختمیدونکی او نه ستړیکیدونکی مقاومت پيلامه ده .
سردار سلامي په دې خبرې په ټينګار سره چې د ایران په ضد جنګ نړیوال جنګ ؤ، روښانه کړې ده،درست ستر قدرتونه او د دوي سیمه ایز شریکان او متحدان، په اته کلن جنګ کې د ایران په ضد وو او له صدام رژيمه ئې ملاتړ کاوۀ .
داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان ددې خبر ې په کولو سره چې په تپلي جنګ کې سترو قدرتونو عراقي رژيم ته پرمختللي وسلې او تجهیزات ورکړل ، په داسې حال کې چې ایران د تنهائۍ په اوج کې ؤ ،یادونه کړې،کله مومن اوایماندار او د وطن دفاع کونکي ځوانان اوبوډاګان په انګیزې سره په دښمن حمله کوي،نو هیڅوک ئې په وړاندې مقاومت نشي کولی . سردار سلامي د ایران منزوي کولو لپاره د امریکا هلوځلو ته په اشارې سره وئیلي،امریکایان په سیمې او نړۍ کې د خپل سیاسی نفوذ په له لاسه ورکولو سره ونه توانیدل، هیڅ میداني بریالیتوب وپنځوي .