د اسلامی انقلاب په مقابل کې د امریکا قدرت ورژيد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93245-د_اسلامی_انقلاب_په_مقابل_کې_د_امریکا_قدرت_ورژيد
داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان ددې خبر ې په کولو سره چې په تپلي جنګ کې سترو قدرتونو عراقي رژيم ته پرمختللي وسلې او تجهیزات ورکړل ، په داسې حال کې چې ایران د تنهائۍ په اوج کې ؤ ،یادونه کړې،کله مومن اوایماندار او د وطن دفاع کونکي ځوانان اوبوډاګان په انګیزې سره په دښمن حمله کوي،نو هیڅوک ئې په وړاندې مقاومت نشي کولی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2020 10:25 Asia/Kabul
  • د اسلامی انقلاب په مقابل کې  د امریکا قدرت ورژيد

داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان ددې خبر ې په کولو سره چې په تپلي جنګ کې سترو قدرتونو عراقي رژيم ته پرمختللي وسلې او تجهیزات ورکړل ، په داسې حال کې چې ایران د تنهائۍ په اوج کې ؤ ،یادونه کړې،کله مومن اوایماندار او د وطن دفاع کونکي ځوانان اوبوډاګان په انګیزې سره په دښمن حمله کوي،نو هیڅوک ئې په وړاندې مقاومت نشي کولی .

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان  ایران ته دګوزار ورکولو لباره د امریکا دوامدارو ناکامیو ته په اشارې سره  وئيلی ، امریکا د  ایران د معظم لارښود  او ملت په هنر مندۍ  او کلک دریدا سره د اسلامی   انقلاب په مقابل کې  دقدرت دشړیدا کتوته مجبوره شوې ده .

 سردار حسین سلامي نن  د ایران داسلامی شورا په څرګندې غونډې کې  په شتون سره پخپلې وینا کې ددې ته په اشارې سره چې په ایران د ګوزار کولو لپاره  له ډیرو لګښتونو سره سره،امریکا هیڅ بریا نه ده ترلاسه کړې،ووئيل،سپيڅلي دفاع، داسلامی انقلاب په وړاندې د نړۍ د ظلم  او کړاؤ دبهیرونو او  د  استکباري نړۍ په وړاندې  دایران د ملت نه ختمیدونکی او نه ستړیکیدونکی مقاومت پيلامه  ده .

سردار سلامي په دې خبرې په ټينګار سره چې د ایران په ضد جنګ نړیوال جنګ ؤ، روښانه کړې ده،درست ستر قدرتونه او د دوي سیمه ایز شریکان او متحدان، په اته کلن جنګ کې د ایران په ضد وو او له صدام رژيمه ئې ملاتړ کاوۀ .

Image Caption
Image Caption

 

 داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان  ددې خبر ې په کولو سره چې په تپلي جنګ کې  سترو قدرتونو  عراقي رژيم ته  پرمختللي وسلې او تجهیزات  ورکړل ، په داسې حال کې چې  ایران د تنهائۍ په اوج کې ؤ ،یادونه کړې،کله  مومن  اوایماندار  او د وطن دفاع کونکي  ځوانان  اوبوډاګان  په انګیزې سره په دښمن حمله کوي،نو هیڅوک ئې په وړاندې مقاومت نشي کولی . سردار سلامي د ایران منزوي کولو لپاره د امریکا هلوځلو ته په اشارې سره  وئیلي،امریکایان  په سیمې او نړۍ کې د خپل سیاسی نفوذ  په له لاسه ورکولو سره  ونه توانیدل، هیڅ میداني بریالیتوب  وپنځوي .