سعودیان دې دسناریوګانو په ځاي دصداقت لاره غوره کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93249-سعودیان_دې_دسناریوګانو_په_ځاي_دصداقت_لاره_غوره_کړي
د سعودي واکوالانود سیاسی عقلانیّت په پریښودو سره او دې ځل په سفارشي او نمایشي چوکاټ کې پخپلو ماته خوړولو اقداماتو باندې دبرغولي دکیښودلو په اړه دعمومي او روښانه افکارو د منحرفولو لپاره دیوه چل او اړم په توګه د ایران په ضد د دروغجنې دوسیې جوړولو ته مخه کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2020 11:13 Asia/Kabul
  • سعودیان دې دسناریوګانو په ځاي دصداقت لاره غوره کړي

د سعودي واکوالانود سیاسی عقلانیّت په پریښودو سره او دې ځل په سفارشي او نمایشي چوکاټ کې پخپلو ماته خوړولو اقداماتو باندې دبرغولي دکیښودلو په اړه دعمومي او روښانه افکارو د منحرفولو لپاره دیوه چل او اړم په توګه د ایران په ضد د دروغجنې دوسیې جوړولو ته مخه کړې ده .

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  نن په یولړ څرګندونو کې  له ایران سره د اړونده ترهه ګرې ډلې په کشفونې کې د عربستان د  جوړې شوي سربداله  ادعا په غبرګون کې  د سعودي عربستان واکوالانو ته سپارښتنه کړې ده ،  دبې ارزښته اوسفارشي  سناریوګانو په ځاي دې د حکمت  او صداقت لاره غوره کړي .

سعید خطیب زاده  وئيلي،په اسلامی ایران  د سعودی  د مسئولانو  وروستي تورونه ،  په تیرو کلونو کې د آل سعود رژيم د تکراري اوبې اعتباره  دریځونو په دوام کې دي .هغه زیاته کړې د سعودي واکوالانود سیاسی عقلانیّت په پریښودو سره او دې ځل په سفارشي او نمایشي چوکاټ کې پخپلو ماته خوړولو اقداماتو باندې  دبرغولي دکیښودلو په اړه دعمومي او روښانه افکارو د منحرفولو لپاره  دیوه چل  او اړم په  توګه د ایران په ضد د دروغجنې دوسیې جوړولو ته مخه کړې ده .