د ایران له خاورې هیڅوک دوسلو اومهماتود وړلواجازت نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93250-د_ایران_له_خاورې_هیڅوک_دوسلو_اومهماتود_وړلواجازت_نه_لری
د ارمنستان او آذربایجان جمهوریت د ځواکونو ترمینځ په نکورنو قره باغ سیمې کې دتیرې یکشنبې ورځې راهسې نښتې په داسې حال کې بیا پیل شوي ،چې نړیوالو مینځګړو ددغو نښتو د مخنیوي لپاره په تیرو میاشتو کې هیڅ جدي هڅې نه دي کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2020 11:28 Asia/Kabul
  •   د ایران له خاورې هیڅوک دوسلو اومهماتود وړلواجازت نه لری

د ارمنستان او آذربایجان جمهوریت د ځواکونو ترمینځ په نکورنو قره باغ سیمې کې دتیرې یکشنبې ورځې راهسې نښتې په داسې حال کې بیا پیل شوي ،چې نړیوالو مینځګړو ددغو نښتو د مخنیوي لپاره په تیرو میاشتو کې هیڅ جدي هڅې نه دي کړي .

 زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  نن  د ایران له لارې  ارمنستان ته د   وسلو او پوځي سازو سامان اوتجهیزاتو د ټرانزیټ  په باب  په رسندویو کې  د مطرح شوو ځينو  ادعاګانو په باب  دخبریالانو یوې پوښتنې په ځواب کې  وئيلي دي ،داسلامی ایران او د ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د غیر پوځي دودو شیانو د ټرانزیټ او  د ګاډو تګ راتګ ، تل د معمول په اساس کیږي او  دغه درست ګاډي  په همدغه چوکاټ کې  خپلوفعالیتونو ته دوام ورکوي .

 خطیب زاده ټينګار کړی ، اسلامی ایران  هیوادونو ته دشیانو په ټرانزیټ او   دځاي په ځاي کولو بهیر باندې په لازم کنټرول او دقیقې څارنې سره ، هیڅکله  هم اجازت نه ورکوي ، د ایران له خاورې  نورو هیوادونو ته   د وسلو او مهماتو د ومنتقلولو لپاره  استفاده  وشي . 