د ایران په ضد د ټرمپ د سناریوګانو ناکامۍ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93333-د_ایران_په_ضد_د_ټرمپ_د_سناریوګانو_ناکامۍ
امریکا، په ایران کې د اسلامی انقلاق له بریالیتوب راهسې هر کار ئې چې کولی شو ترسره ئې کړی دی ،یعني له بندیزه رانیولې د ایران په ضد په تپلي جنګ کې د صدام رژیم تر ملاتړ ، د کودتا تر پلانونې او دغه راز په ایران د ګوزار لپاره له ترهه ګرو ډلو او سیمه ایزو تالی څټو څخه تر ملاتړ پورې سپيرۀ اقدامات وکړي ، خو هیڅ بریالیتوب ئې نه دی ترلاسه کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2020 12:21 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد د ټرمپ د سناریوګانو ناکامۍ

امریکا، په ایران کې د اسلامی انقلاق له بریالیتوب راهسې هر کار ئې چې کولی شو ترسره ئې کړی دی ،یعني له بندیزه رانیولې د ایران په ضد په تپلي جنګ کې د صدام رژیم تر ملاتړ ، د کودتا تر پلانونې او دغه راز په ایران د ګوزار لپاره له ترهه ګرو ډلو او سیمه ایزو تالی څټو څخه تر ملاتړ پورې سپيرۀ اقدامات وکړي ، خو هیڅ بریالیتوب ئې نه دی ترلاسه کړی .

 د امریکا  ولسمشر ډونالډترمپ  په  داسې حال کې  د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د بیا بریالیتوب فکر کوي ، چې تر دې دمه نه دی توانیدلی ، په نړیوالو اړیکو کې سم سیاست غوره کړي .  د ایران  د ولس په ضد د امریکا د زیاتره دباؤ سیاست  هم له دې قاعدې مستثنی نه دی . امریکا د ایران په ضد پخپلو سیاستونو کې درې سناریو ګانې  پلان کړي دي .

 لومړۍ سناریو ،د سوله ایزې ایټمي  پوهې  له امکاناتو څخه د  ایران د محرومولو  او په نړیوال ډګر کې  د ایران دمنزوي کولو  په موخې سره  د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې  له مینځه وړل دي .

 دوهمه سناریو ،له پوځي  دباؤنو او ګواښونو سره په مقابلې کې د ایران د ملت د اقتدار او دفاعي قدرت  کمزوري کول دي . امریکا دغې موخې ته د رسیدو لپاره  دایران د توغندوي توان د ګواښ بریښولو  پروژه اجرا کړه .

 دریمه سناریو هم ، پر ایران د  زیاتره دباؤ په اعمالولو سره  د اقتصادي  بندیزونو پراخول دي . امریکا ددغې سناریو په  اجرا کې  ،درملو ته دایران د لاس رسي د محدودولو له لارې ئې هم  دیوه اړم په توه استفاده وکړه . د ټرمپ د حکومت  هیله دا وه  چې  بندیزونه د ولسي خپګان  او د نظام د بدلولو لامل شي  یا دایران  نظام د متحده ایالاتو  په وړاندې تسلیمیدا ته اړباسي .

 امریکا، په ایران کې  د اسلامی انقلاق له بریالیتوب راهسې  هر کار ئې  چې کولی شو ترسره ئې کړی دی  ،یعني له بندیزه رانیولې  د ایران په ضد په تپلي جنګ کې د صدام رژیم  تر ملاتړ ، د کودتا تر پلانونې  او دغه راز  په ایران د ګوزار  لپاره  له ترهه ګرو ډلو او سیمه ایزو تالی څټو څخه تر ملاتړ پورې سپيرۀ اقدامات وکړي ، خو هیڅ بریالیتوب ئې نه دی ترلاسه کړی .

Image Caption
Image Caption

 

 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف په یوه ټولنیز پیغام کې د بندیزونو په پراختیا او دوام د امریکا د ټينګار په غبرګون کې لیکلي دي،امریکا درست ماشومان،ښځې او بوډاګان بایکاټولی شي،خو  ایرانیان به هیڅکله هم د سرزورۍ په وړاندې تسلیم نشي .امریکا ددې په ځاي چې هغه څا،چې په سر ئې ولاړ دی،لاژور کړي،باید له خپلو ماته خوړلو سیاستونو لاس په سرشي او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنه شي . 

Image Caption

 

د  ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده هم   دامریکا دسیاستونو د راتلونکي  په یوه تحلیل کې  له ایرنا خبری اژانس سره په خصوصي مرکې  کې ددې خبرې په کولو سره  چې  د ټرمپ  د ولسمشرۍ  د ترینګلتیاؤ  له امله  آثار او شاکونه به  په نړیوال نظام کې تر کلونو کلونو پاتې شي ،روسانه کړې ده ،  اروپایانو د ټرمپ د ولسمشرۍ  تر یو دوو کلونو پورې له واشنګټن سره  تود روغ بڼ  کاوۀ  له  چاپلوسۍ ئې کار اخست  او نه پوهیدل  چې کوم سیاست وړاندې کړي ، خو دوي اوس  هغه (ټرمپ) د لویدیځي نړۍ او حتی د درستې نړۍ د نظم  لپاره یو ګواښ  ګڼي . 

 واشنګټن پوسټ ورځپاڼې،یو کال مخکې ،د ډونالډټرمب  بهرنی سیاست یوه بشپړ دیوالیه کیدا ارزولی .د ملګروملتو په امنیت شورا کې  له امریکا سره د دریالسوغړوهیوادونو مخالفت،هغه هم له یوې میاشتې هم په کم وخت کې درې ځله ،د ملګروملتو په تاریخ کې  یوه کم ساري پیښه د ه .

 دغه مخالفتونه ، یو شمیر روښانه  او معنا دار پیغامونه لری .دا شواهد ښئ، ډونالډټرمپ  دخپلو سیاستونو په اجرا کې نه ویازې بریالی نه دی ، بلکې د خپلو غلطو فیصلو په اجرا په ټينګار سره  په نړیوال ډګر کې  د امریکا  دبې اعتباره کیدا سبب شوی دی .

دټرمپ د سیاستونو حقیقت پاله ارزونه،د ایران د خارجه وزارت  ویندوي د څرګندونو په دې ټکي کې  ګڼل کیدلی شي،چې  وئيلي ئې دي ، لیرې ښکاري، ټرمپ  له دې وروسته هم د ایران په ضد نړۍ ،له ځان سره ملګري کړي .امریکا د دنیا د نورو هیوادونو په نسبتخپل پوځي،سیاسی او اقتصادي کنټرول له لاسه ورکړی دی . سعید خطیب زاده  په عین حال کې  یو بل ټکی هم یاد کړی او دې ته په اشارې سره چې  د امریکا دانتخاباتو نتیجې  د ځينو ډیرو  هیوادونو لپاره   مهمې دي او  سیمه ایزې او نړیوالې اغیزې لري،وئيلی دي،البته ،ایران یوهغه خپلواکه هیواد دی چې داخلي او بهرنی سیاست ئې په سپینې ماڼۍ کې د کسانو په تګ راتګ هیڅ ډول اغیزمن نه  کیږي . هغه څه چې  له ایران سره اړونده دي،د نومبر د  دریمې نیټې د انتخاباتو  نتیجې پخپله امریکایانو سره اړه لري او  هیڅ ضرورت نه ویني ،  چې  خپل سیاستونو ته د امریکا له داخلی پيښو سره  غوټه ورکړي .

Image Caption