د ایران په ضد د امریکائي بندیزونوپیروي نه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93420-د_ایران_په_ضد_د_امریکائي_بندیزونوپیروي_نه_کوو
د جوزف بورل په وینا،اروپائي اتحادیه د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس خپلو ژمنو داجرا لپاره هلوځلو ته دوام ورکوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2020 10:05 Asia/Kabul
  •  د ایران په ضد د امریکائي بندیزونوپیروي نه کوو

د جوزف بورل په وینا،اروپائي اتحادیه د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس خپلو ژمنو داجرا لپاره هلوځلو ته دوام ورکوي .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ  داروپائي اتحادئې دبهرني سیاست مسئول جوزف بورل  وظيلي دي ،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ا روپائي لوري  دایران په ضد دملګروملتو  دوسلو دبندیزونو د بیرته  ګرځولو لپاره   دامریکا له اقداماتو سره  یو شان نظر نه لري .

 جوزف بورل  همدرااز د اروپائي ټرائيکا پشمول  دنړیوالې ایټمي موافقې  د اروپائي  لورو بدعهدیو  ته له اشارې پرته  زیاته کړې ، دغه موافقه  ایټمي موضوعګانو ته نه محدودیږي  ،ځکه چې  له یوه پلوه  ئې ایټمي ژمنتیاوې  او بل پلوه ئې  دایران لپاره  اقتصادي امتیازات  دي .

 د جوزف بورل په وینا،اروپائي اتحادیه  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د مادو په اساس خپلو  ژمنو داجرا لپاره  هلوځلو ته دوام ورکوي .  دملګروملتو  امنیت شورا د زیاتره غړو له مخالفت سره سره ، دامریکا خارجه  وزیر مایک پمپئو  دستمبر په شلمه مدعي شوی ،د ایران په ضد دملګروملتو د وسلو پشمول  درست بندیزونه  احیاء شوي دي ،چې دا مریکا دغه چټي ادعا  له پراخو مخالفتونو سره مخ شوې  او درنده ماته ئې خوړلې ده .