د ایران په ضد د امریکائي بندیزونوپیروي نه کوو
د جوزف بورل په وینا،اروپائي اتحادیه د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس خپلو ژمنو داجرا لپاره هلوځلو ته دوام ورکوي .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ داروپائي اتحادئې دبهرني سیاست مسئول جوزف بورل وظيلي دي ،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ا روپائي لوري دایران په ضد دملګروملتو دوسلو دبندیزونو د بیرته ګرځولو لپاره دامریکا له اقداماتو سره یو شان نظر نه لري .
جوزف بورل همدرااز د اروپائي ټرائيکا پشمول دنړیوالې ایټمي موافقې د اروپائي لورو بدعهدیو ته له اشارې پرته زیاته کړې ، دغه موافقه ایټمي موضوعګانو ته نه محدودیږي ،ځکه چې له یوه پلوه ئې ایټمي ژمنتیاوې او بل پلوه ئې دایران لپاره اقتصادي امتیازات دي .
د جوزف بورل په وینا،اروپائي اتحادیه د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس خپلو ژمنو داجرا لپاره هلوځلو ته دوام ورکوي . دملګروملتو امنیت شورا د زیاتره غړو له مخالفت سره سره ، دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو دستمبر په شلمه مدعي شوی ،د ایران په ضد دملګروملتو د وسلو پشمول درست بندیزونه احیاء شوي دي ،چې دا مریکا دغه چټي ادعا له پراخو مخالفتونو سره مخ شوې او درنده ماته ئې خوړلې ده .