ایران هیڅکله له ایټمی ټيکنالوجۍ غیرسوله ایزه استفاده نه کوي
کمالوندي دې ته په اشارې چې د ایران په ضد د وسلو بندیز ته د نړیوالې ټولنې په کلکه :نه : وئيل ، د ټرمپ د امریکا د ناغیړیو او کرغیړنو کړنو په مقابل کې د نړیوالې ټولنې د غبرګونونو د شروع کیدا لپاره ښه پیل دی ، وئيلي دي ، دنړۍ هیوادونه به له دې وروسته د امریکا په وسیله دنړیوالو قواعدو او قوانینو له ماتولو سره یو موټی او پریکنده مقابله وکړي .
ایرنا خبري آژانس راپور ورکړ،د اسلامی ایران د ایټمی انرژ ۍ د ادارې ویندوي بهروز کمالوندي ددې خبرې په کولو سره چې د وسلو دبندیزونو ختمیدا داسلامی ایران د ډيپلوماسۍ لپاره ستره بریا ده ، روښانه کړې ده ، بلاخره دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې له پنځو کلونو وروسته د ایران د ملت مقاومت نتیجه ورکړه او د ټرمپ او دهغه د حکومت یواړخیز پالنې او سرزوریو ته دنړۍ په منفي نظر او فیصلې سره ، د اسلامی ایران حقانیّت او ډپيلوماسۍ دپام وړتر حده ځلیدلې ده .
کمالوندي زیاته کړې ، د امریکا هغه تش په نامه زیاتره دباؤ به چې یو غیر انساني ،بزدلانه په تیره بیا د نا روغانو ،ښځو او ماشومانو په نسبت یورذیل اقدام حسابیږي ، دامریکا د شیطاني باؤؤ د ماتولو او د لازیاتې انزوا پرته بله نتیجه ونه لري .
د ایران دایټمی انرژۍ د ادارې ویندوي ټينګار کړی ، نړیواله ټولنه له دې زیات ، دنړۍ په هیوادونو د ظالمانه اقتصادي تاوانونو د تپلو ، په څرګندونو اوویناؤ کې دسپکاویو او بې ادبیو او ډپيلوماسۍ ته د بې پامۍ ، سرزورۍ ،بندیزونو، او دغه راز له نړیوالو تړونونو او ژمنتیاؤ څخه دتښتیدا په شمول د واشنګټن یو اړخیز او سرزوري سیاستونه نه زغمي .