ایران هیڅکله له ایټمی ټيکنالوجۍ غیرسوله ایزه استفاده نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93622-ایران_هیڅکله_له_ایټمی_ټيکنالوجۍ_غیرسوله_ایزه_استفاده_نه_کوي
کمالوندي دې ته په اشارې چې د ایران په ضد د وسلو بندیز ته د نړیوالې ټولنې په کلکه :نه : وئيل ، د ټرمپ د امریکا د ناغیړیو او کرغیړنو کړنو په مقابل کې د نړیوالې ټولنې د غبرګونونو د شروع کیدا لپاره ښه پیل دی ، وئيلي دي ، دنړۍ هیوادونه به له دې وروسته د امریکا په وسیله دنړیوالو قواعدو او قوانینو له ماتولو سره یو موټی او پریکنده مقابله وکړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 19, 2020 01:19 Asia/Kabul
  • ایران هیڅکله له ایټمی ټيکنالوجۍ غیرسوله ایزه استفاده نه کوي

کمالوندي دې ته په اشارې چې د ایران په ضد د وسلو بندیز ته د نړیوالې ټولنې په کلکه :نه : وئيل ، د ټرمپ د امریکا د ناغیړیو او کرغیړنو کړنو په مقابل کې د نړیوالې ټولنې د غبرګونونو د شروع کیدا لپاره ښه پیل دی ، وئيلي دي ، دنړۍ هیوادونه به له دې وروسته د امریکا په وسیله دنړیوالو قواعدو او قوانینو له ماتولو سره یو موټی او پریکنده مقابله وکړي .

 ایرنا خبري آژانس  راپور ورکړ،د اسلامی ایران د ایټمی انرژ ۍ  د ادارې ویندوي بهروز کمالوندي  ددې خبرې په کولو سره چې د وسلو دبندیزونو ختمیدا  داسلامی ایران د ډيپلوماسۍ لپاره  ستره بریا ده ، روښانه کړې ده ،  بلاخره دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  له پنځو کلونو وروسته د ایران  د ملت  مقاومت  نتیجه ورکړه او د ټرمپ او دهغه  د حکومت  یواړخیز پالنې او سرزوریو ته  دنړۍ په منفي  نظر او  فیصلې سره ، د اسلامی ایران  حقانیّت او ډپيلوماسۍ  دپام وړتر حده ځلیدلې ده .

 کمالوندي زیاته کړې ، د امریکا  هغه تش په  نامه زیاتره دباؤ به چې  یو غیر انساني ،بزدلانه  په تیره بیا د  نا روغانو ،ښځو او ماشومانو په نسبت  یورذیل  اقدام حسابیږي ،  دامریکا د شیطاني باؤؤ  د ماتولو او د لازیاتې انزوا  پرته بله نتیجه ونه لري .

د ایران دایټمی انرژۍ د ادارې  ویندوي  ټينګار کړی ، نړیواله ټولنه  له دې زیات  ، دنړۍ په هیوادونو د ظالمانه اقتصادي تاوانونو د تپلو ،  په څرګندونو اوویناؤ کې  دسپکاویو او بې ادبیو  او ډپيلوماسۍ ته د بې پامۍ ، سرزورۍ ،بندیزونو،  او دغه راز له نړیوالو تړونونو او ژمنتیاؤ څخه  دتښتیدا په شمول  د واشنګټن  یو اړخیز او سرزوري سیاستونه  نه زغمي .