ایران د افغانانو په رهبرۍ او مدیریّت سره د سولې د بهیرملاتړکوي
جواد ظریف د افغانستان په سیاسی بهیر او دغه راز ددغه هیواد د ملی مصالحې د لوړې شورا د مسئولیّت په منلو د عبدا... دګډون قدرونه وکړه او د افغانستان په سیاسی جوړښت کې ئې د طالبانو مشارکت هم د ایران له خوا یو خوښ اقدام وبالۀ.
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون ناوخته په تهران کې د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا له مشر عبدا... عبدا... سره په کتنې کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت له حکومت او د افغانانو په رهبرۍ ا و د د وي په حاکمیّت کې د سولې له بهیره د تهران بشبړ ملاتړ باندې یو ځل بیا ټينګار وکړ .
جواد ظریف همدرااز د افغانستان په سیاسی بهیر او دغه راز ددغه هیواد د ملیمصالحې د لوړې شورا د مسئولیّت په منلو د عبدا...د ګډون قدرونه وکړه او د افغانستان په سیاسی جوړښت کې ئې د طالبانو مشارکت هم د ایران له خوا یو خوښ اقدام وبالۀ.
د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر هم په دغه هیواد کې په داخلي ډګر کې روان تر ټولو وروستي بدلونونه او د افغانستان د بیلابیلو ډلو ټپلو ترمینځ له خبرواترو سره اړونده وضعیّت هم تشریح کړ او وې وئيل په افغانستان کې سوله او ثبات ددرستو ګاونډیانو او دسیمې د امنیت ا و سولې لپاره ډیر مهم دی چې باید درست هیوادونه په دغه بهیر کې له افغانستان سره مرسته وکړي څو کرغیړن اقدامات او ترینګلتیاوې پاي ته ورسیږي .