د فرانسې ځوانانو ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پېغام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93835-د_فرانسې_ځوانانو_ته_د_اسلامي_انقلاب_د_معظم_رهبر_پېغام
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د پېغمبراکرم (ص) په شان کښې د فرانسې د ولسمشر مېکرون له سپکاوي وروسته د دغه هېواد د ځوانانو په نامه يو پېغام جاري کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2020 02:37 Asia/Kabul
  • د فرانسې ځوانانو ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پېغام

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د پېغمبراکرم (ص) په شان کښې د فرانسې د ولسمشر مېکرون له سپکاوي وروسته د دغه هېواد د ځوانانو په نامه يو پېغام جاري کړ.

د فرانسې ځوانانو ته  د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت الله العظمي سيدعلي خامنه اي په پېغام کښې چې پرون د فرانسوي ژبه په سوشل ميډيا کښې خپور شو راغلي دي: خپل ولسمشر مو وپوښتئ چې ولې د خداے دګران پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په شان کښې له سپکاوي ملاتړ کوي او ورته د بيان د آزادۍ نوم ورکوي؟ آيا د بيان د آزادۍ معنا بدې ردې او توهين دے او هغه هم د ترټولو ځلانده او مقدس شخصيت؟ آيا دا احمقانه کار د هغه ملت د شعور چې دې يې د ولسمشرۍ لپاره غوره کړے دے سپکاوے نه دے؟

معظم رهبر د دغه پېغام په دوام کښې زياته کړه، بله پوښتنه دا ده چې ولې په هولو کاسټ کښې شک کول جرم دے؟ او که څوک په دې اړه څه وليکي  نو جېل ته بوتلل کيږي، د يو پېغمبر سپکاوے آزاد دے؟