د استکباري هیوادونو فتنه د مسلمانانو په وحدت سره ماتې خوري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93864-د_استکباري_هیوادونو_فتنه_د_مسلمانانو_په_وحدت_سره_ماتې_خوري
د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومي منشي د اسلامي هیوادونو وحدت او یوزړه توب د مسلمانانو ترمینځ بیلتون رامینځته کولو لپاره د لویدیځو هیوادونو د هلوځلو په وړاندې د دریدنې یوازنۍ لاره وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2020 04:24 Asia/Kabul
  • د استکباري هیوادونو فتنه د مسلمانانو په وحدت سره ماتې خوري

د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومي منشي د اسلامي هیوادونو وحدت او یوزړه توب د مسلمانانو ترمینځ بیلتون رامینځته کولو لپاره د لویدیځو هیوادونو د هلوځلو په وړاندې د دریدنې یوازنۍ لاره وبلله.

د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومي منشي د اسلامي هیوادونو وحدت او یوزړه توب د مسلمانانو ترمینځ بیلتون رامینځته کولو لپاره د لویدیځو هیوادونو د هلوځلو په وړاندې د دریدنې یوازنۍ لاره وبلله.

حجت الاسلام والمسلمین حمید شهریاري پرون د اسلامي وحدت د څلوردیرشم نړیوال کانفرنس د پرانستې د دستورو ترڅنګ، په اسلامي نړۍ کښې د درز او اختلاف اچولو لپاره د امریکې په مشرۍ د نړیوال استکبار هلوځلو ته په اشارې سره وویل: مسلمانان باید په اتحاد او ورورولۍ سره د اسلام د دښمنانو د دسیسو په وړاندې ودریږي.

هغه د بیان آزادي د خپلو اهدافو د پرمخ بیولو لپاره د لویدیځو حکومتونو د ګټو لپاره یو نقاب وباله او زیاته يې کړه: لویدیځ د اسلامي نړۍ د پانګو د یرغمل کولو او د لویدیځ د مالدارولو په لټه کښې دی.

هغه د مسلمانانو په بیدارولو کښې د اسلامي وحدت کانفرنس رول ته اشاره وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د مسلمانانو په ویښولو سره په نړۍ کښې اسلامي بیداري پراخیږي.