بهرام قاسمي:
ترهه ګري پائېدارې او له سياسي کارۍ لرې مبارزې ته ضرورت لري
په فرانسې کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير تاکيد وکړ، ترهه ګري پائېدارې، بېدارې، متواترې، هراړخيزې او له هر ډول سياسي کاريو او اقتصادي او سياسي سوداګرانه مصلحتونو څخه لرې مبارزې ته ضرورت لري.
بهرام قاسمي پرون په يو ټوئيټ کښې پېرس کښې د افغانستان سفارت ته ورتللو او د کابل په پوهنتون د تره ګريزې حملې په اړه د ياد نمانځنې په نوټ بک کښې لاسليک ته په اشارې وليکل، د دا ډول اقداماتو مالي، لجسټېکو، تربيتي او تئيوريک ريښې او په مختلفو شکلونوکښې يې ملاتړي هغو ټولو قوتونو او هېوادونولپاره چې له ترهه ګرۍ سره مبارزه کوي او بشري حقوق يې د خپل کار په سر کښې راوستي دي پېژندل شوي او په ډاګه شوي دي.
قاسمي په نړۍ کښې په دوه رنګه معيارونو باندې د خواښينۍ په څرګندولو سره تاکيد وکړ، ترهه ګري او ترهه ګريزه وژله چې په هرشکل کښې ، په هر ځاے کښې او د هر مقصد لپاره وي غندېدونکې او يوې پائېدارې، بېدارې،متواترې، هراړخيزې او له هر ډول سياسي کارۍ او اقتصادي او سياسي سوداګرانه مصلحتونو نه لرې مبارزې ته ضرورت لري.