ایران کښې کرونا بیا ۴۵۸ تنه ووژل
د ایران د روغتیا وزارت ویاندې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د کرونا د لسو زرو نورو ناروغانو د معلومیدو ترڅنګ، د ۴۵۸ کسانو د مړینې خبر ورکړ.
د ایران د روغتیا وزارت ویاندې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د کرونا د لسو زرو نورو ناروغانو د معلومیدو ترڅنګ، د ۴۵۸ کسانو د مړینې خبر ورکړ.
د ایران د روغتیا وزارت ویاندې سیما سادات لاري نن په هیواد کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو د وروستیو احصائیو په هکله وویل چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې ۱۰ زره ۴ سوه او ۶۳ کسانو کښې د کرونا وایرس شتون ثابت شوی دی چې له هغو نه ۳ زره، ۵ سوه او ۷۴ تنه په روغتونونو کښې داخل کړې شوي او نورو ته په کورونو کښې د درملنې او ارام کولو سپارښتنه شوې ده.
میرمن لاري په دې خبرې سره چې په ایران کښې د کویډ-۱۹ د ناروغانو ټول شمیر ۶ لکه ۹۲ زره او ۹۴۹ تنو ته رسیدلې دی، زیاته کړه: په خواشینۍ سره په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې څلور سوه اته پنځوس (۴۵۸) کسان د کرونا له امله مړه شوې دي چې ورسره د دغې ناروغۍ له امله د مړو ټول شمیر ۳۸ زره او ۷۴۹ کسانو ته ورسید.
د ایران د کورنیو چارو د وزارت ویاندې وویل چې تر دې دمه په ټول ایران کښې پنځه لکه، پنځویشت زره او شپږ سوه یوڅلویښت کرونايي ناروغان ښه شوې دي او له روغتونونو رخصت کړې شوې دي.