پر ایران زیاتره دباؤ د امریکا د لازیاتې منزوي کیدا لامل کیږي
(last modified Sat, 14 Nov 2020 01:24:37 GMT )
Nov 14, 2020 05:54 Asia/Kabul
  • پر ایران زیاتره دباؤ د امریکا د لازیاتې منزوي کیدا لامل کیږي

آبرامز مدعی شوی ، د جوزف بایډن په حکومت کې به هم دایران په ضد دبندیزونو دباؤ دوام وکړي ، حتی که دمنتخب ولسمشر ژمنتیا وکړي ، چې ا مریکا له ایران سره ایټمی نړیوالې موافقې ته بیرته ورګرځي .

په ملګروملتو کې د ایران د نمایندګۍ ویندوي علی رضا میریوسفي بیګا د ایران په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازی الیوت آرامز د ادعاګانو په باب د ایسو شي ایټيډ پریس د خبریال په ځواب کې ټينګار کړی ،د ایران په ضد د بندیز اودباؤ سیات ماته خوړلې ده .

 میریوسفي زیاته کړې ده ،له دغه فاسد سیاست څخه د ناوړه استفادې لپاره د متحده ایالاتو هڅه  چټي ده او هیڅ به په لاس ورنشي او په دغو سپيرو هڅو سره به متحده ایالات په نړیوال ډګر کې لا منزوي شي .

 آبرامزمدعی شوی،د جوزف بایډن په حکومت کې به  هم دایران په ضد دبندیزونو دباؤ  دوام وکړي،حتی که دمنتخب ولسمشر ژمنتیا وکړي،چې امریکا له ایران سره ایټمی نړیوالې موافقې ته بیرته ورګرځي .

د آبرامز ادعا په داسې حال کې  ده چې  د ایران د ولس په ضد دامریکا د اقتصادي ترهه رۍ له درو کلونو تیریدا سره سره ،امریکایان  هیڅ یوې موخې ته حتی د ایران له خوا د یوه تماس د ټينګیدا په څير  موخې ته  هم ونه رسیده .او په نړۍ کې لا پسې منزوي شوي او پخپلو غمونو لګیا شوې ده .