د ایران او د عراق دفاعي ملګرتیا د امنیت سبب کیږي
زمونږ خبریال وايي د ایران د پوځ لوی درستیز برید جنرال محمد باقري په دې خبرې سره چې امریکا په سیمه کښې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د بیا پراخولو هڅه کوي وویل د تهران او د بغداد دفاعي ملګرتیاوې به د عراق لپاره د مناسب امنیت د رامینځته کیدا سبب شي .
د ایران د پوځ لوی درستیز محمد باقري نن په تهران کښې د عراق له دفاع وزیر« جمعه عناد سعدون »سره د کتنې په څنګ کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې د دواړو هیوادونو تاریخي ګډولو او پراخو اړیکو ته په اشارې سره وویل ایران او عراق د دوه اړخیزه ملګرتیاو په هکله داسې سند چمتو کړی دی چې په اخري مرحلو کښې دی او په نږدې راتلونکي کښې به لاسلیک شي .
هغه له عراق سره د زده کړې د عملیاتي او د پوځي سلاکارانو په سویه ملګرتیاو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل له داعش ډلې سره د مقابلې لپاره به د ایران د اسلامي جمهوریت پوځي سلاکاران د عراق د جنګیالیو په څنګ کښې شتون ولري او ایران په دې لاره کښې د شهید سلیماني په شمول ستر شهیدان ورکړي دي .