سیمه کښې د امریکا شتون د ناامنۍ سبب دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94215-سیمه_کښې_د_امریکا_شتون_د_ناامنۍ_سبب_دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر علي شمخاني په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د عراق د خلکو د ارادې او د امنیت ملاتړ د تهران پایداره سیاست دی وویل د ایران او د عراق دفاعي او امنیتي ملګرتیاوې د ثبات او د امنیت تضمینونکي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2020 12:11 Asia/Kabul
  • سیمه  کښې د امریکا شتون د ناامنۍ سبب دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر علي شمخاني په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د عراق د خلکو د ارادې او د امنیت ملاتړ د تهران پایداره سیاست دی وویل د ایران او د عراق دفاعي او امنیتي ملګرتیاوې د ثبات او د امنیت تضمینونکي دي .

د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا  سیکرټر علي شمخاني نن په تهران کښې د عراق له دفاع وزیر جمعه عناد سعدون سره په کتنې کښې په سیمه کښې د امریکا او د هغې د ملګرو لخوا له منظمې   شوي ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د دواړو هیوادونو ښو او اغیز شیندونکو دفاعي او امنیتي ملګرتیاو او د داعش له نیواک څخه د عراق د ښارونو د ژغورلو لپاره د ایران بې دریغه ملاتړونو ته په اشارې سره وویل دغه ملګرتیاوې د سیمې د امنیت او د ثبات تضیمنونکي دي او هغه باید تر ستراتيژیکو سویو پورې لوړې او سیسټاماټیکې شي .

شمخاني په دې خبرې سره چې په لویدیځې اسیا کښې له شتون څخه د امریکا یو(۱) اعلان شوی هدف د سیمې دهیوادونو ترمینځ د اختلاف او دجنګونو رامینځته کول دي له دغه سپیرې دسیسې سره د مقابلې لپاره یې د سیمې د ټولو هیوادونو د هوښیارۍ پرضرورت ټینګار وکړ .

د عراق دفاع وزیر جمعه عناد سعدون هم له عراق څخه د ترهګرۍ د شر په ختمولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د هراړخیزه مرستو او د ملاتړ په قدرونې سره په پوځي او امنیتي حوزو کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړتيا او پراختیا ټینګار وکړ .