د ایران افغانستان داقتصادي ملګرتیاؤګډکمیشن غونډه اړینه ده
د افغانستان مرستیال خارجه وزیر میرویس ناب له کابل حکومت څخه د تهران د ملاتړونو په قدرونې سره وئيلي دي ،دافغانستان ولسمشر له ایران سره داقتصادي ا ړیکو پر پراختیا په ټينګار سره ، د دلچسپۍ وړ مشترکو پروژو سره د اړونده موضوعګانو د زرترزره حل کولو د تعقیبونې لپاره لازم فرمانونه صادر کړي دي .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ د ایران د انرژۍ او بریښنائي چارو زویر د او دافغانستان چارواکو د دواړو هیوادونو د اقتصادي چارو د ګډ کمیشن دغونډې په زر ترزره دترسره کیدا باندې ټينګار کړی دی .
راپور ښئ دایران د انرژۍ او بریښنائي چارو وزیر او د ایران او افغانستان د مشترکو اقتصادي ملګرتیاؤ د کمیشن ایراني مشر رضا اردکانیان د افغانتسان د د مالې مرستیال وزیر او محمد عیسی قدرت او ددغه هیواد مرسیتال خارجه وزیر میر ویس ناب په دغې کتنې کې چې پرون ناوخته په تهران کې ترسره شوي ، دواړو لورو د اقتصادي ملګرتیاؤ د ګډکمیشن دغونډې د ترسره کیدا او په بیلابیلو حوزو کې د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ د ا رزونې په باب سره خبرې اترې کړي دي .
اردکانیان ، میر ویس او محمد عیسی قدرت دایران او افغانستان په پولې کې د بادي بریښنا کوټونو د جوړولو او د انرژیو د حوزې د پروژو پر تعقیبونې سربیره ، ددغو پروژو د تړون د لاسلیک کیدا او د اجرائي عملیاتو د پيلیدا په باب هم د نظر تبادلې کړي د ي .