د ایران په ضد د امریکا د زیاتره دباؤ د ناکام بهیردوام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94299-د_ایران_په_ضد_د_امریکا_د_زیاتره_دباؤ_د_ناکام_بهیردوام
د ټرمپ د حکومت له خوا د بندیزونو د لیسټ اعلانیدا ، په حقیقت کې د تهران په وړاندې د واشنګټن د سیاسی پر دوام د ټينګار لپاره هغه پروپيګنډيز اقدام دی چې د زیاتره دباؤ د سیاست په چوکاټ کې تعریف شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2020 12:07 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد د امریکا د زیاتره دباؤ د ناکام بهیردوام

د ټرمپ د حکومت له خوا د بندیزونو د لیسټ اعلانیدا ، په حقیقت کې د تهران په وړاندې د واشنګټن د سیاسی پر دوام د ټينګار لپاره هغه پروپيګنډيز اقدام دی چې د زیاتره دباؤ د سیاست په چوکاټ کې تعریف شوی دی .

د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ حکومتچېد فعالیتو دپړاؤ پاي ته ئې یوازې دوه میاشتې پاتې دي،د ایران په وړاندې د بریا د ترلاسه کولو لپاره او د لازیات دباؤ د سیاست په چوکاټ کې ژمنه کړې ده چې هره اونۍ د ایران په ضد نوي بندیزونه لګوي .

 په دې لړ کې د امریکا خزانې وزارت،د نومبر په اتلسمه نیټه له ایران سره په ارتباط کې د نوو بندیزونو دلګولو خبرورکړی دی.د هغه لیسټ په اساس چې د امریکا د خزانې وزارت  په ویب پاڼې کې خپور شوی دی ، د ایران د اطلاعاتو د وزیر سید محمود علوي ، د مستصعفانو د بنیاد  مشر  سید پرویز فتاح  پشمول نهه کسان او  له ایران سره په ارتباط کې  په مختلفو پلمو سره  ۴۹  اورګانونه او یوه کشتۍ د ایس ډي این  په نامې سره د بندیزونو په لیسټ کې ورزیات کړي دي .د امریکا خزانې وزارت  په هغېاعلامیې کې چې ددغو بندیزونو د اعمالولو د دلیلونو په باب ئې خپره کړې،لیکلي دي،د اسلامی انقلاب د مستضعفینو له بنیاد سره  اړونده شرکتونه د بندیزونو په لیسټ کې وروستل شوي دي .په دغو شرکتونو کې د اقتصادي،تجارتي وصنعتياو د چاڼځایونو په ډيرو فعالیتونو کې فعالیت کونکي شرکتونه شامل  دي .

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو دخزانې وزارت د خبرتیا له خپریدو لږ وخت وروسته  په یوه ټویټ کې مدعي شوی چې د ایران په ضد دزیاتره دباؤ سیاستهماغه راز اغیزې شیندي .

د ټرمپ د حکومت له خوا د بندیزونو د لیسټ اعلانیدا ، په حقیقت کې د تهران په وړاندې د واشنګټن د سیاسی پر دوام د ټينګار لپاره  هغه پروپيګنډيز اقدام دی چې د زیاتره دباؤ د سیاست  په چوکاټ کې  تعریف شوی دی .د امریکا د ۲۰۲۰کال دولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډټرمپ  د ماتې  اعلان ته په پام سره ،د  هغه د کرغیړنې  واکوالۍ یوازې دوه میاشتې پړاؤ پاتې دی .  د  امریکا د لوړپوړو چارواکو په وینا، ټرمپ  نیّت لري ،  په دغې مودې کې   چې د واکوالۍ ئې پاتې ده ، د ایران په ضد دومدار بندیزونه اعلان کړي  چې حتی   په دې زمینې کې  په هرې اونۍ کې یو بندیز مطرح شوی  دی .  د ایران په ضد  د وسلو د بندیزونو  پر تمدیدیولو  په وروستیو میاشتو کې  دټرمپ   دحکومت  اصلي تمرکز  او له دې وروسته  د ایران په ضد د درستو نړیوالو بندیزونوبیرته لګول  ؤ چې البته   په هر دواړو موردونو کې ئې  بې شرمه ماته خوړلې ده .

Image Caption
Image Caption

 

د ټرمپ د حکومت له ناکمۍ  سره سره ،  واشنګټن  هماغه راز د خپلې خوښې  نتیجې ته د رسیدا په هیلې سره  د بندیزونو پر دوام ټینګار کوي . په عین حال کې  د لویدیځي څارونکو په وینا، دغه سیاست  له سپيرې او شرمونکي ماتې سره مخامخ شوی دی ،خو د ټرمپ  حکومت یوازې  د خپل پرسټیج د ساتلو لپاره  هماغه راز  دوام ورکوي .

 له بل پلوه د کروناویروس ډيرې پراخیدا  او له امله ئې د ککړتیاؤ او قربانیانو دشمیر زیاتیدا ته په پام سره  د ایران په ضد د امریکا دیواړخیزو بندیزونو  دلغوه کولو لپاره  غوښتنې   زیاتې شوي او  په دې زمینې کې  په ترټولو وروستي اقدام کې د امریکا دقانون جوړونکو  پنځه اویاؤ ډیموکراټانو  جوړې ډلې  د سه شنبې په ورځې  د امریکا د  خارجه او خزانې چارو وزیرانو ته په لیک لیږدولو کې  د ایران په ضد دبندیزونو د کمولو غوښتنه کړې ده . دوي  د ټرمپ له حکومته غوښټي ، د کرونائي بحران موضوع ته په پام سره دې د بندیزونو له کمونې سره په پخلا کیدا سره  دې  په ایران کې  له کرونائي بحران سره د مقابلې لپاره د تشخصونکو کیټونو ، د مصنوعي تنفس آلو (وینټیلیټر) او د نورو طبي تجهیزاتو د لیږدولو امکان برابر کړي .

 ددغو بندیزونو دکمولو لپاره د داخلی او نړیوالو  غوښتنو له زیاتیدا سره سره ، داسې نه ښکاري چې ټرمپ   په سپينې ماڼۍ کې  د خپلې پاتیکیدا په  پاتې مودې کې د ایران په ضد د خپلو هغو  انساني ضد بندیزونو په سیاست کې چې  د ایران  په ضد ئې د درملو او طبي تجهیزاتو د اخستو په اړه لګولي دي،  کوم بدلون  راولي . دا موضوع ښئ چې  امریکا  د ایران په  باب  خپلو ناروا اوغیر منطقي  موخو ته  د رسیدا لپاره  هیڅ سره کرښه نه لري  او په همدې دلیل   اوس د  ایران د د رملنې  او په طبي نظام باندې د زیاتره دباؤ  سیاست هم اعمالوي .  په عین حال کې  ایران تونانیدلی دی ، د زیاتره مقاومت  د سیاست په چوکاټ کې  په بریالیتوب سره د امریکا دپراخو او  یو اړخیزو   بندیزونو په وړاندې  ودریږي .

Image Caption
Image Caption