د ایران په ضد د امریکا د زیاتره دباؤ د ناکام بهیردوام
د ټرمپ د حکومت له خوا د بندیزونو د لیسټ اعلانیدا ، په حقیقت کې د تهران په وړاندې د واشنګټن د سیاسی پر دوام د ټينګار لپاره هغه پروپيګنډيز اقدام دی چې د زیاتره دباؤ د سیاست په چوکاټ کې تعریف شوی دی .
د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ حکومتچېد فعالیتو دپړاؤ پاي ته ئې یوازې دوه میاشتې پاتې دي،د ایران په وړاندې د بریا د ترلاسه کولو لپاره او د لازیات دباؤ د سیاست په چوکاټ کې ژمنه کړې ده چې هره اونۍ د ایران په ضد نوي بندیزونه لګوي .
په دې لړ کې د امریکا خزانې وزارت،د نومبر په اتلسمه نیټه له ایران سره په ارتباط کې د نوو بندیزونو دلګولو خبرورکړی دی.د هغه لیسټ په اساس چې د امریکا د خزانې وزارت په ویب پاڼې کې خپور شوی دی ، د ایران د اطلاعاتو د وزیر سید محمود علوي ، د مستصعفانو د بنیاد مشر سید پرویز فتاح پشمول نهه کسان او له ایران سره په ارتباط کې په مختلفو پلمو سره ۴۹ اورګانونه او یوه کشتۍ د ایس ډي این په نامې سره د بندیزونو په لیسټ کې ورزیات کړي دي .د امریکا خزانې وزارت په هغېاعلامیې کې چې ددغو بندیزونو د اعمالولو د دلیلونو په باب ئې خپره کړې،لیکلي دي،د اسلامی انقلاب د مستضعفینو له بنیاد سره اړونده شرکتونه د بندیزونو په لیسټ کې وروستل شوي دي .په دغو شرکتونو کې د اقتصادي،تجارتي وصنعتياو د چاڼځایونو په ډيرو فعالیتونو کې فعالیت کونکي شرکتونه شامل دي .
د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو دخزانې وزارت د خبرتیا له خپریدو لږ وخت وروسته په یوه ټویټ کې مدعي شوی چې د ایران په ضد دزیاتره دباؤ سیاستهماغه راز اغیزې شیندي .
د ټرمپ د حکومت له خوا د بندیزونو د لیسټ اعلانیدا ، په حقیقت کې د تهران په وړاندې د واشنګټن د سیاسی پر دوام د ټينګار لپاره هغه پروپيګنډيز اقدام دی چې د زیاتره دباؤ د سیاست په چوکاټ کې تعریف شوی دی .د امریکا د ۲۰۲۰کال دولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډټرمپ د ماتې اعلان ته په پام سره ،د هغه د کرغیړنې واکوالۍ یوازې دوه میاشتې پړاؤ پاتې دی . د امریکا د لوړپوړو چارواکو په وینا، ټرمپ نیّت لري ، په دغې مودې کې چې د واکوالۍ ئې پاتې ده ، د ایران په ضد دومدار بندیزونه اعلان کړي چې حتی په دې زمینې کې په هرې اونۍ کې یو بندیز مطرح شوی دی . د ایران په ضد د وسلو د بندیزونو پر تمدیدیولو په وروستیو میاشتو کې دټرمپ دحکومت اصلي تمرکز او له دې وروسته د ایران په ضد د درستو نړیوالو بندیزونوبیرته لګول ؤ چې البته په هر دواړو موردونو کې ئې بې شرمه ماته خوړلې ده .
د ټرمپ د حکومت له ناکمۍ سره سره ، واشنګټن هماغه راز د خپلې خوښې نتیجې ته د رسیدا په هیلې سره د بندیزونو پر دوام ټینګار کوي . په عین حال کې د لویدیځي څارونکو په وینا، دغه سیاست له سپيرې او شرمونکي ماتې سره مخامخ شوی دی ،خو د ټرمپ حکومت یوازې د خپل پرسټیج د ساتلو لپاره هماغه راز دوام ورکوي .
له بل پلوه د کروناویروس ډيرې پراخیدا او له امله ئې د ککړتیاؤ او قربانیانو دشمیر زیاتیدا ته په پام سره د ایران په ضد د امریکا دیواړخیزو بندیزونو دلغوه کولو لپاره غوښتنې زیاتې شوي او په دې زمینې کې په ترټولو وروستي اقدام کې د امریکا دقانون جوړونکو پنځه اویاؤ ډیموکراټانو جوړې ډلې د سه شنبې په ورځې د امریکا د خارجه او خزانې چارو وزیرانو ته په لیک لیږدولو کې د ایران په ضد دبندیزونو د کمولو غوښتنه کړې ده . دوي د ټرمپ له حکومته غوښټي ، د کرونائي بحران موضوع ته په پام سره دې د بندیزونو له کمونې سره په پخلا کیدا سره دې په ایران کې له کرونائي بحران سره د مقابلې لپاره د تشخصونکو کیټونو ، د مصنوعي تنفس آلو (وینټیلیټر) او د نورو طبي تجهیزاتو د لیږدولو امکان برابر کړي .
ددغو بندیزونو دکمولو لپاره د داخلی او نړیوالو غوښتنو له زیاتیدا سره سره ، داسې نه ښکاري چې ټرمپ په سپينې ماڼۍ کې د خپلې پاتیکیدا په پاتې مودې کې د ایران په ضد د خپلو هغو انساني ضد بندیزونو په سیاست کې چې د ایران په ضد ئې د درملو او طبي تجهیزاتو د اخستو په اړه لګولي دي، کوم بدلون راولي . دا موضوع ښئ چې امریکا د ایران په باب خپلو ناروا اوغیر منطقي موخو ته د رسیدا لپاره هیڅ سره کرښه نه لري او په همدې دلیل اوس د ایران د د رملنې او په طبي نظام باندې د زیاتره دباؤ سیاست هم اعمالوي . په عین حال کې ایران تونانیدلی دی ، د زیاتره مقاومت د سیاست په چوکاټ کې په بریالیتوب سره د امریکا دپراخو او یو اړخیزو بندیزونو په وړاندې ودریږي .