ایران او ترکیه د اسلامي نړۍ اختلافات کمولی شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94598-ایران_او_ترکیه_د_اسلامي_نړۍ_اختلافات_کمولی_شي
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د نړیوالو مسائیلو په هکله د ترکیې او د ایران د همفکرۍ او د ملګرتیا په ضرورت ټینګار سره وویل تهران او انکارا کولای شي په مشورې او ملګرتیا سره د اسلامي دنیا اختلافات کم کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2020 00:32 Asia/Kabul
  • ایران او ترکیه د اسلامي نړۍ اختلافات کمولی شي

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د نړیوالو مسائیلو په هکله د ترکیې او د ایران د همفکرۍ او د ملګرتیا په ضرورت ټینګار سره وویل تهران او انکارا کولای شي په مشورې او ملګرتیا سره د اسلامي دنیا اختلافات کم کړي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلي فوني خبرو کښې وویل په اسلامي دنیا کښې د اختلاف ختمول ضروري دي .

حسن روحاني دغه راز د صهیونیسټ رژیم لخوا د ایران د اټومي ساینس پوه محسن فخري زاده ټرور یو(۱) ستر او غیر انساني جنایت وباله او ویې ویل په کامل ډول معلومه ده چې دغه ټرور کوم هیواد ترسره کړی دی او په مناسب وخت کښې د محسن فخري زاده له عاملانو غچ اخیستل د ایران د حکومت حق دی .

د ایران ولسمشر حسن روحاني اټومي موافقې ته د ورستنیدا په هکله د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن څرګندونو ته په اشارې سره وویل که چیرې مقابل لوري په اټومي  تړون کښې په خپلو ژمنو عمل وکړي نو ایران به هم په خپلو ژمنو عمل وکړي .

هغه د اذربایجان جمهوریت  او د ارمنستان ترمینځ د قره باغ سیمې شخړې ته په اشارې سره په سیمه کښې د ترهګرو ډلو د نفوذ او د دغو ډلو له کبله د مشکلاتو د مخنیوي پرضرورت ټینګار وکړ .