ډیرو هیوادونو د محسن فخري زاده ټرور غندلی
ایرنا خبري اژانس وايي په پاکستان کښې د ایران په سفارت کښې د اټومي ساینس پوه شهید ډاکټر محسن فخري زاده د یاد او خاطرې د لمانځلو لپاره د یادښتونو کار ترسره شو .
په پاکستان کښې د ایران سفارت له وړمې ورځې راهسې په دغه هیواد کښې د فعالو نړیوالو ادارو د چارواکو ، ډیپلوماټانو او د بیلابیلو هیوادونو د سفیرانو او د پاکستان د چارواکو لخوا د بریښنا لیکونو د ترلاسه کیدا کتونکی دی .
د سوریې د عراق د لبنان د فلسطین د کیوبا د روسیې د نیپال د افغانستان د کویت د قطر د تیونیس د الجزایر د لیبیا او د اوکراین هیوادونو سفارتونو د بریښنا لیکونو په استولو سره د ایران د اټومي ساینس پوه ډاکټر محسن فخري زاده د شهادت په هکله د ایران ملت او حکومت ته تسلیت ووایه .
د پاکستان د بهرنیو چارو زارت هم په تیرې پنجشنبې ورخ د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاعي صنعت د نامتو اټومي ساینس پوه محسن فخري زاده پرضد ترهګر عملیات وغندل او ویې وویل د هغه ټرور د نړیوالو قوانینو او د هیوادونو ترمینځ د اړیکو له اصولو سره په تضاد کښې دی .
له دې مخکې د پاکستان سیاسي او مذهبي ګوندونو د ایران د نامتو اټومي ساینس پوه ټرور د صهیونیسټ رژیم او په سیمه کښې د هغه د متحدانو د ترهګرو بریدونو نتیجه وباله او دغه جنایت یې وغاند .