د نړیوالو او سازمانونو او ټولنو چوپتیا د دولتي ټروریسم هڅوونکۍ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94638-د_نړیوالو_او_سازمانونو_او_ټولنو_چوپتیا_د_دولتي_ټروریسم_هڅوونکۍ
د ایران د دفاع وزارت د څېړنیزو چارو او د نوښتونو مدیر او وتلی ایټمي ساینس پوه محسن فخري زاده ټرور د زیاتو هیوادونو له خوا وغندل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2020 14:13 Asia/Kabul
  • د نړیوالو او سازمانونو او ټولنو چوپتیا د دولتي ټروریسم هڅوونکۍ

د ایران د دفاع وزارت د څېړنیزو چارو او د نوښتونو مدیر او وتلی ایټمي ساینس پوه محسن فخري زاده ټرور د زیاتو هیوادونو له خوا وغندل شو.

محسن فخری زاده د جمعې په ماځیګر د نوومبر د میاشتې پر ۲۷ د تهران ښار په څنډو کې په یوه ټروریستي برید کې په شهادت ورسېد، پوهنیزي ټولنې او خپلواک نړیوال ستر شخصیتونه د دغه ټروریستي جنایت غندنه وکړه خو سره له دې په لوړه کچه د دې ټروریسي جنایت د غندلو تمه کیږی چي تر اوسه سر ته نه دي رسېدلي.

په همدې اړه د ایران د قضایي قوې د بشري حقوقو د کمیټې منشي علی باقري کنی د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي او د دې سازمان د بشري حقوقو عالی کمیشنر ته د جلا لیکونو په استولو سره د ایران د وتلی ایټمي ساینس پوه ټرور ته په اشارې سره د دې جنایت په وړاندې له انفعال او سستۍ څخه د نیوکې تر څنګ وویل: دغه چوپتیا او سستي ټروریسم ته د مشروعیت بخښنې د شک او شبهو د پیاوړي کېدو سبب ګرځي او د افراط پالنې او د ټروریسم د خپرېدو سبب ګرځي.

د ایران د قضایی قوې د بشري حقوقو د کمېټې منشي  د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا په نورو هیوادونو کې د ټروریستي پېښو د پرېکنده غندلو ته په اشارې سره لکه د اسټریا د ۲۰۲۰ د نوومبر د میاشتې د دریمي نیټې د پیښي د غندنې بیانیې او فرانسه کې د سپټمبر د ۱۷ پیښي د غندنې بیانیې، د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتنه وکړه چي د هر ډول تبعیض پرته د ایراني ساینس پوه ټرور د ټروریستي پیښي په توګه وپیژني او بیا یې د غندلو لپاره اقدام وکړي.

حقیقت دا دی چي ټروریسم سره د مبارزې ادعا کوونکي هیوادونه له دوکې نه ډک چلند په خپلولو سره وښودل چي د ایران په وړاندې د جنجال جوړونې لپاره د هر فرصت څخه کار اخلي تر څو ایران د ټروریسم او د ناامنیو لامل وبرېښوي.

په حقیقت کې هغه څه چي د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایې قوې د بشري حقوقو د کمیټې منشي اشاره ورته کړې، ټروریسم سره د لوېدیځو هیوادونو سیاسي، توکمیز او دوه ګونی چلند دی چي د نړیوال امنیت او سولي په زمینه کې نړۍ له نویو ستونزو سره مخامخ کړې ده.

د ایران د ولس دښمنانو په ځلونو ښودلي دي چي د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د هیڅ ډول جنایت نه ډډه نه کوي د سپاه پایداران د قدس د ځواکونو قومندان سردار قاسم سلیماني د ټرور څخه نیولې چي د  داعش او عربستان، اسرائیل او امریکا ملاتړي ټروریسټي ډلو په له مینځه وړلو کې ستر رول درلود بیا د ایرانی ساینس پوهانو تر ټرور پوري.

مجید شهریاری، مصطفی احمدی روشن، مسعود علی محمدی او داریوش رضایی نژاد د هیواد د ایټمي ساینس پوهان وه چي د ټروریستي عناصرو له خوا په شهادت ورسېد. که څه هم د دغو پوهانو د لاسه ورکول او د محسن فخري زاده په څېر د ساینس پوهانو نه شتون د ایران د ولس لپاره لویه ضایعه ده، خو د دغو شهیدانو لاره په لا زیات زور او کلکي ارادې سره مخ ته بیول کیږي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمی استازی اسماعیل بقایی هامانه د نړیوالي روغتیایی ادارې سر منشي تدرو آدهانوم ته په یو لیک کې  پر هم دغه مساله باندې تینګار کړی.

بقایی هامانه په روغتیایي چارو کې د دغه وتلي ساینس پوه د خدماتو په بیانولو سره  چي  شهید فخري په ایران کې د لومړي کرونا کیټ او د دې وایروس د واکسن په جوړولو کې ستر رول لوبولی دی وویل: د شهید فخري زاده ټرور پر ایران ولس باندې د امریکا د فشار سیاست په لړ کې تر سره شوی دی، د دغه انسان وژنې په وړاندې چوپتیا د منلو نه ده ځکه چي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ورته پېښو د زیاتېدو سبب ګرځي.

نړیوال سازمانونه له بده مرغه پر دوه ګوني ټروریستي چلند باندې خپلي سترګې بندي کړي او د امریکا او د صهیونیستي رژیم د لابیو تر اثر لاندې چوپتیا غوړه کړې، په داسي حال کې چي تر ټولو ساده کار د دغه جنایت په وړاندې د هغه غندنه ده، په دغه مسئولیت باندې نه عمل په اړه نړیوال سازمانونه باید وضاحت ورکړي.