د امریکې نوې حکومت دې زړې تیروتنې جبیره کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94716-د_امریکې_نوې_حکومت_دې_زړې_تیروتنې_جبیره_کړي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په خپلو ژمنو باندې د ایټمي موافقې د لورو د پابندۍ ضرورت ته په اشارې سره وویل: د امریکې نوي حکومت ته پکار دي چې تیرې غلطیانې جبیره کړي او په ایټمي موافقه کښې خپلو ټولو ژمنو ته راستون شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2020 11:02 Asia/Kabul
  • د امریکې نوې حکومت دې زړې تیروتنې جبیره کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په خپلو ژمنو باندې د ایټمي موافقې د لورو د پابندۍ ضرورت ته په اشارې سره وویل: د امریکې نوي حکومت ته پکار دي چې تیرې غلطیانې جبیره کړي او په ایټمي موافقه کښې خپلو ټولو ژمنو ته راستون شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په خپلو ژمنو باندې د ایټمي موافقې د لورو د پابندۍ ضرورت ته په اشارې سره وویل: د امریکې نوي حکومت ته پکار دي چې تیرې غلطیانې جبیره کړي او په ایټمي موافقه کښې خپلو ټولو ژمنو ته راستون شي.

ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډه کښې، د ایټمي موافقې(برجام) په مفادو باندې د نه پابندۍ په یادونې سره څرګنده کړه: په نطنز کښې د نویو سانټریفیوجونو لګول د ایران د برجامي ژمنو د کمولو په هکله د مخکښني اعلان له مخې وو او کوم نوې شئ نه دی.

ولسمشر روحاني په دوام کښې د کرونا واکسن د اخیستو او تولیدولو په لړ کښې د ایران د روغتیا وزارت او د مرکزي بانک ستونزو ته په اشارې سره څرګنده کړه: دغه خلک چې په سپینې ماڼۍ کښې ناست دي او د خپل حکومت وروستۍ ورځې تیروي، تر دې حده خبیثان وو چې د خلکو په روغتیا او صحت یې هم رحم ونه کړ او د سیمې د خلکو او د ایران د ولس په وړاندې یې ډیره ظالمانه او له فساده ډکه کړنلاره غوره کړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر هم داشان د خواف-هرات د ریل لارې افتتاح ته په اشارې سره وویل: سبا به د روزنک په نام سټیشن کښې د ایران او افغانستان د ولسمشرانو له خوا د دغې پټلۍ پرانیسته وشي او داشان به د ایران ریلي لاره په وړومبي ځل له افغانستان سره وتړله شي.