د تهران چاپ ورځپاڼو ته کتنه
نن د تهران چاپ ورځپاڼو د اروپایي هیوادونو د زیاته غوښتنې په وړاندې غبرګونو او همدارنګه په یمن کې د سعودي جنایتو سره د امریکا او د برتانیې د ملتیا او نور بېلابېلو مسایلو په اړه لیکنې او تبصرې خپري کړي دي.
د تهران چاپ په ورځپاڼو کې لومړی ابتکار ورځپاڼه را اخلو چي په خپله سیاسي برخه کې د برجام په اړه یوه تبصره خپره کړې ده.
د تبصرې د لیکونکې په باور د ټرامپ د واک د ختمېدو سره دا ځلي بیا اروپا د ټرامپ کړنلاره غوره کړې او د ایران په وړاندې د برجام د موافقې په چوکاټ کې نوې لوبي یې پیل کړي دي.
د ورځپاڼې په باور د بایډن په راتګ سره اروپایي یان او د هغوی عرب ملګري هڅه کوي چي د برجام د مسالې په مطرحولو سره خپل لومړیتوبونه پر امریکا باندې وټپي او د فلسطین له مسالې او د یمن د انساني ناوړین څخه توجهات د ایران پر لور منحرف کړي.
لیکونکې زیاتوي: د امریکا د راتلونکې ادارې له خوا ورکول شوي سیګنالونه دې ته اشاره لري چي امریکا به بیا د برجام موافقې ته ور وګرځي خو په دې مینځ او مان کې بیا اروپایان او ځینې عرب هیوادونه برجام ته د امریکا د بیرته راتګ لپاره ایران ته نوي شرطونه ایښي دي او د ایران د دفاعي وړتیاو د محدودېدو په اړه د برجام په چوکاټ کې د مذاکراتو غوښتنه کړې.
دا په داسي حال کې دی چي امریکا او اروپایي هیوادونو د برجام په موافقه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دي کړي او پر ایران باندې د هیڅ ډول فشار د راوستلو څخه مخ نه دي اړولي او په داسي شرایطو کې بیا هم د زیاته غواړې سیاستونو په خپلولو سره د ایران څخه تمه لري چي نه یوازې په برجام کې د خپلو ژمنو پلي کولو ته دوام ورکړي بلکي د دفاعي وړتیاو د محدودولو لپاره مذاکراتو ته تیار شي.
خو د لیکوال په وېنا: اروپایي هیوادونو چې تر دې مخکې به تل د برجام څخه د وتلو لپاره پر امریکا باندې نیوکې کولې اوس بیا خپل سیاست بدل کړي او هڅه کوي چي د امریکا نوې اداره هم دې ته تشویق کړي چي د ټرامپ په څېر پر ایران باندې د فشار له اړم څخه د دوی د زیاته غوښتنو په لړ کې کار واخلي.
اطلاعات
دغه ورځپاڼې بیا په خپله بهرني برخه کې بېلابېلو خبرونو ته انعکاس ورکړی دی، د ورځپاڼې په وېنا د سعودي رژیم مامورینو د عربستان په قطیف ولایت کې د حضرت امام حسین (ع) جومات یې تخریب کړي دی چي دغه مساله په عربستان کې د اهل تشیعو غوصه راپارولې ده، په ټولنیزو رسنیو کې د عربستان ښاریزو له نړۍ څخه غوښتنه کړې چي د اهل تشیعو په وړاندې د سعودي د رژیم د جنایتونو مخه ونیسي. د هغوي په وېنا سعودي رژیم د تکفیریانو په لاس کې دی نو ځکه د مقدساتو او د جوماتونو درناوی نه کوي او د اهل تشیع جوماتونه جومات نه بولي او ورانوي یې.
ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا په فلسطین کې د اولې انتفاضې په مناسبت او په نیواکې فلسطین کې پر شعفاط کېمپ باندې د اسرائیلي ترهګرو ځواکونو له خوا نوې بریدونو ته په اشارې سره حزب ا... د غورځنګ د سرمنشي له مرستیال سره مرکه کړې.
د لبنان د حزب الله د سرمنشي مرستیال شیخ نعیم قاسم یو ځل بیا ټینګار وکړ چي فلسطیني ولس باید خپل حق تر لاسه کړي او د صهیونیستي تیریګر رژیم مخه ونیول شي ځکه چي خدای پاک موږ سره د باطل په وړاندې د بریالیتوب وعده کړې.
هغه زیاتوي چي د فلسطین د ارمان د ژوندي پاته کېدو په موخه تر دې دمه زیاتي قربانۍ ورکول شوي خو د فارس خلیج د غاړي عربي رژیمونو هیڅکله د فلسطین د ولس ملاتړ نه دی کړی.
هغه زیاتوي په دې وروستیو کې د ځینو عربي رژیمونو له خوا صهیونیستي رژیم سره د ډیپلوماټیکو اړیکو ټینګېدا یوازې فلسطیني ولس سره د هغوی د خیانتونو د برملا کېدو سبب وګرځېد.
جمهوری اسلامی
دغه ورځپاڼه بیا د عربو هیوادونو او د اروپایانو د نویو غوښتنو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف غبرګون ته انعکاس ورکړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چی ایران به هیڅ کله د سمیي په اړه د اروپایانو سره مذاکره نه وکړي.
ظریف په خپله ټوییټر پاڼه کې عربي هیوادونو ته په خطاب کې لیکلی دی: ځینې عربي هیوادونو د اروپایانو څخه غوښتنه کړې چي ایران سره د مذاکراتو په چوکاټ کې ځای کړای شي خو مساله دا ده چي موږ د سیمي په اړه له لوېدیځو سره هیڅ مذاکره نه کوو ځکه چي په سیمه کې د ستونزو اصلي لامل د لوېدیځو هیوادونو بې ځایه لاسوهنې دي.
هغه زیاته کړه چي په عین حال کې ایران تیار دی چي د سیمي د هیوادونو او د ګاونډیو سره مذاکره وکړي، د هرمز د سولي طرحه، د سیمي د امنیت طرحه او د سیمه ایزو خبرو اترو ټولګۍ د سیمي او د ګاونډیو په وړاندې د ایران د مذاکره غواړې سیاست ښودنه کوي.
کیهان
دغه ورځپانه بیا په خپله بهرني پاڼه کې د بېلابېلو مسالو تر څنګ د یمن د ولس په وړاندې د سعودي د ائتلاف د جنایتونو دوام ته اشاره کړې او د یمني سرچینو په حواله لیکي: اوس امریکا و برتانیا په مستقیمه توګه د یمن د ولس په وړاندې په جګړه کې برخه اخیستی دی.
د ورځپاڼې په وېنا د یمن په المهره ولایت کې چي د سعودي د تیری ګر ائتلاف په کښې شتون لري، امریکا، برتانیې او سعودي د جګړېزو عملیاتونو ګډ مرکز رامینځ ته کړي.
د ورځپاڼې په وینا په تېرو ۶ کلونو کې د سعودي او د هغه د لوېدیځو ملګرو له خوا د یمني ولس په وړاندې ډول ډول جنایتونه تر سره شوي خو دغه اقدام د دې ښودنه کوي چي لوېدیځو هیوادونو په یمن کې نه یوازې د سعودي د جنایتونو له دوام څخه ملاتړ کوي بلکي خپله هم په کښې برخه اخلي.
ورځپاڼه لیکي د دغه اقدام څخه د لوېدیځو یو بل هدف دا دی چي د المهره ولایت اشغال کړي او د کانال په جوړولو سره د مکران سمندر عربستان سره وصل کړي او د تیلو د صادراتو لپاره د ایران د هرمز د اوبلاري لپاره یو ځای ناستی (جایګزین) پیدا کړي.
د خبر پای/.