ایران د افغانستان د سولې او د ثبات ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94725-ایران_د_افغانستان_د_سولې_او_د_ثبات_ملاتړ_کوي
زمونږ خبریال وايي په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د افغانستان د سولې او د ثبات لپاره له هرډول اقدام څخه د تهران په ملاتړ ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2020 00:39 Asia/Kabul
  • ایران د افغانستان د سولې او د ثبات ملاتړ کوي

زمونږ خبریال وايي په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د افغانستان د سولې او د ثبات لپاره له هرډول اقدام څخه د تهران په ملاتړ ټینګار وکړ .

په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر بهادر امینیان د افغانستان له ملي ټیلي ويژن سره په مرکه کښې چې پرون خپره شوه په دې خبرې سره چې هر بدلون چې په افغانستان کښې رامینځته کیږي په ایران باندې هم پراخ اغیزونه لري وویل د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کښې د جنګونو په اوږدو کښې زیات تاوانونه لیدلي دي .

بهادر امینیان د سولې د بهیر چې امریکا په افغانستان کښې پیل کړی دی د نتیجې ورکولو د اندازې په هکله وویل امریکا د افغانستان د خلکو په ګټو باندې خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکړی دی او واشنګټن حتی په ډیرو موردونو کښې د افغانستان خلک او د  افغانستان د خلکو استازي له هغو موافقو څخه چې امریکا له طالبانو سره کړي دي هیڅ خبر کړي نه دي .

په کابل کښې د ایران سفیر بهادر امینیان زیاته کړه حتی د افغانستان حکومت ته له طالبانو سره د امریکا د موافقې هیڅ نسخه یعني فوټو کاپي هم نه ده ورکړل شوي چې دغه اقدام د یوه(۱) خپلواکه او قدرتمن حکومت لپاره سم کار نه دی په داسې وخت کښې چې د افغانستان لپاره یوه(۱) فیصله غوره کيږي خو حکومت خبر نه وي حتما په راتلونکو پړاونو کښې حکومت د سولې په بهیر کښې له مشکل سره مخامخ کوي .

امینیان د افغانستان د سولې په بهیر کښې د ایران د ځایکي په هکله وویل د افغانستان په وړاندې د ایران سیاست ډیر روښانه دی او تهران باوري دی د سولې په باره کښې هرډول فیصله باید د افغانستان د خلکو او د حکومت لخوا وشي .

هغه یادونه وکړه طالبان په افغانستان کښې د یوه(۱) حقیقت په توګه باید د اساسي قانون په چوکاټ کښې د خبرو اترو له لارې خپل مشکلات حل کړي .

په افغانستان کښې د ایران سفیر بهادر امینیان په دې خبرې سره چې د خواف او هرات د اوورګاډۍ لاره  افغانستان د ایران له چابهار بندر او حتی له ټولې اروپا سره وصلوي وویل دغه لاره به د افغانستان په اقتصادي پراختیا کښې ډیره  اغیز شیندونکي وي او د افغانستان په صادراتو او وارداتو به هم اغیز وشیندي او د شیانو په بیو کښې به هم بدلون رامینځته کړي .