د سردار سلیماني له قاتلانو او آمرانو به انتقام خامخا اخلو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94851-د_سردار_سلیماني_له_قاتلانو_او_آمرانو_به_انتقام_خامخا_اخلو
د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: د شهید سردار قاسم سلیماني قاتلان او آمران یې باید ځان زمونږ غچ ته تیار کړي او دا انتقام چې هر کله ممکن شو، جوت او یقیني دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2020 12:22 Asia/Kabul
  • د سردار سلیماني له قاتلانو او آمرانو به انتقام خامخا اخلو

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: د شهید سردار قاسم سلیماني قاتلان او آمران یې باید ځان زمونږ غچ ته تیار کړي او دا انتقام چې هر کله ممکن شو، جوت او یقیني دی

حضرت آيت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د تیر قومندان شهید قاسم سلیماني د کلیزې د نمانځنې د کمیټې د غړو او د دغه عالي مقامه شهید د کورنۍ په کتنه کښې، شهید سلیماني د ایران د ولس او د ټول اسلامي امت اتل وباله او ټينګار یې وکړ: دې ټکي ته په پام سه چې سردار سلیماني همیشه ولسي و، د هغه د درنښت لپاره هم بایدله ولسي ظرفیتونو او له کلتوري او متبکرانه هلوځلو ګټه پورته شي.

معظم رهبر د سردار سلیماني شهادت یوه تاریخي پيښه وبلله او د ایرانیانو لپاره په یو ملي قهرمان او د ټول اسلامي امت لپاره په یو اتل باندې  هغه شهید بدلیدو ته په اشارې سره زیاته کړه: د دې وجه چې شهید سلیماني د ایراني ولس اتل شو او د مختلفو پرګنو خلکو (حتی هغو کسانو چې تصور یې هم نه کیده) د هغه ستاینه وکړه، دا و چې شهید سلیماني د ایران د کلتوري ارزښتونو مثال او ایراني و.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر میړانه او مقاومت، خبرتیا، هوښیارتیا، فداکاري یا سرشیندنه او له انسانانو سره مینه د شیهد سلیماني ځینې ځانګړتیاوې وبللې او څرګنده یې کړه: هغه لوړ مقامه شهید هم داشان معنویت، اخلاص او آخرت ته پاملرنه کوله او هیڅکله د تظاهر او ځان ښودنې خاوند نه و.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې شهید سلیماني هم په خپل ژوند او هم په شهادت سره استکبار ته ماتې ورکړه، زیاته کړه: په عراق او ایران کښې د شهید سلیماني او شهید ابومهدي المهندس په جنازو کښې د میلیونونو خلکو ګډون د استکبار د نرم جنګ جرنیلان هک حیران کړل او دا امریکایانو ته وړومبنۍ سخته څپیړه وه او دویمه څپیړه په عین الاسد امریکايي اډې باندې د ایران په توغندوي حملې سره ورکړې شوه. خو لاسخته څپیړه د استکبار په مینځ تشې دبدبې باندې نرم اوزاري غلبه ده چې د انقلابي ځوانانو همت او د مؤمنو پوهانو همت ته ضرورت لري او هم داشان له سیمې د امریکایانو ایستل دي چې د لسونو همت او د مقاومت سیاستونو ته اړتیا لري.