مجيد تخت روانچي:
امريکائي ځواکونه بايد له سوريې ووځي
په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي په دې باندې په تاکيد سره چې په سوريې کښې د امريکې د ترهه ګرو ځواکونو شتون غېرقانوني دے له دغه هېواد څخه د هغوي د وتلو غوښتنه وکړه.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې مجيد تخت روانچي پرون د سوريې په اړه د امنيت د شورا په غونډه کښې په سوريې کښې د امريکائي ترهه ګرو ځواکونو شتون غېرقانوني او د پټو اهدافو د تعقيبولو لپاره وبلۀ او وې ويل: په سوريې کښې هغه ټول بهرني ځواکونه چې د دمشق د حکومت له اجازې نه بغېر شتون لري پکار دے د دغه هېواد له خاورې ووځي.
تخت روانچي زياته کړه، ټول پکار دے د سوريې د حاکميت، سياسي خپلواکۍ، وحدت او زمکنۍ بشپړتيا پوره پوره احترام وکړي.
په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي په دوام کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران اسلامي جمهوريت په کامله توګه د سوريې د بحران په سياسي هواري ژمن دے وويل: په دغه پېغام تهران ته د سوريې د خارجه وزير په وروستي سفر کښې يو ځل بيا تاکيد اوشو او د سوريې د حاکميت او زمکنۍ بشپړتيا د تقويت او د دغه هېواد د خلقو د رنځونو او دردونو د کمولو په شمول زياتره مسائل وڅېړل شول.
تخت روانچي په سوريې د صهيونېسټ رژيم پرله پسې تيري هم سخت وغندل او وې ويل، دغه تحريکونکي فوځي ماجرا لټونې پکار دي اودريږي.
هغه په دغه غونډه کښې د سوريې د بيا رغوني او سوريې ته د امن او خپلو اصلي ځايونو ته د کډوالو د ستنېدو په لازموالي تاکيد وکړ او دا خبره يې څرګنده کړه چې د سوريې د ميلينونو کډوالو ګټې پکار نه دي د څو خاصو قوتونو د سياسي ګټو د پوره کېدو په وجه يرغملې شي.