د افغانستان د ملي امنيت صلاحکار سبا ايران ته راځي
Dec 21, 2020 12:32 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي امنيت صلاحکار د صلحې د خبرو اترو په بهير کښې د پرمختګ په خاطر سبا تهران ته سفر کوي.
د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې حمد الله محب ټاکل شوې ده په دغه يوه ورځني سفر کښې د ايران له ځينو چارواکو سره کتنه او د دوو اړخيزوتعلقاتو د پراختيا او د افغانستان د صلحې د خبرو اترو له بندونه د وتلو په شان موضوعاتو باندې خبرې اترې وکړي. د افغانستان د ملي امنيت صلاحکار د ايران د ملي امنيت د عالي شورا د سېکتر علي شمخاني په بلنه تهران سفر کوي.
ټیګونه