د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95044-د_ایران_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس زه د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 27, 2020 08:26 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس زه د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

ګرانو لوستونکو نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو چې مهم سرټکي یې څه دي .

د چین یوه(۱) ټیلي ويژن د لویدیځو هیوادونو لخوا د کورونا ناروغۍ د واکسینونو په انبارونو کښې د غونډولو خبر ورکړ چې دغه چاره د لویدیځو هیوادونو د سیاستوالانو ځان منمۍ ښکاره کوي او د دغه ویروس پرضد د نړۍ د خلکو پیوستون ته تاوان رسوي .

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر له ځايي انتخاباتو وروسته د نوي ډیلي حکومت د دغه سیمې د کابو پینځه اویا(۷۵) سیاسي مشران او  فعالان په دې پلمه چې ممکنه ده له انتخاباتو وروسته تاوتریخوالي زیات شي ونیول .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت دفاع وزیر «محمد ناصر العاطفي» وویل په هیواد باندې د ظالمانه تیري شپږ(۶) کلونه تیر شول او د امریکا او د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف له ماتي ، ذلت او بې عزتۍ پرته بل څه نه دي ترلاسه کړي .

کیهان ورځپاڼه وايي د بشري حقوقو ادارو او نړیوالو ټولنو د بحرین د ملي وفاق ګوند د مشر شیخ علي سلمان په جسمي حالت باندې د اندیښنې په ښودلو سره د ال خلیفه رژیم له زندان څخه د هغه د خوشي کیدا غوښتنه وکړه.

د امریکا د ټینسي ایالت په مرکز «نشویل »ښار کښې د یوې(۱) مرموزې او د مشکوکې بم چاودنې په هکله راپورونه وايي چې په دغه چاودنې کښې کارول شوي چاودیدونکي مواد بې مخینې وو .

د امریکا فیډرال حکومت د دغه بم چاودنې د اړخونو د ښکاره کیدا لپاره له خلکو مرسته غوښتي ده .

کیهان ورځپاڼې زیاته کړه د ارمنستان لومړي وزیر «نیکول پاشینیان» د استعفا لپاره زیاتو داخلي دباونو ته په غبرګون کښې وویل زه استعفا نه ورکوم خو د پارلمان د وارمخکې انتخاباتو له ترسره کولو سره موافق یم .

د مراکش خلکو د دغه هیواد په اقتصادي پلازمینې او ترټولوستر ښار «دارالبیضا » ښار کښې په مظاهرو سره له صهیونیسټ رژیم د اړیکو عادي کولو وغندل .

د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو پرون سهار د فلسطین په غزې تړانګې کښې د معذورو کسانو د مرکز او د ماشومانو د روغتون په شمول په څو سیمو بمبارې وکړې .

«اسرائیل ټایمز» ورځپاڼې ایشوا کړه صهیونیسټ رژیم د میانمار عسکرو او چارواکو ته د سپوږمکۍ د ټیکنالوژۍ د وړاندې کولو له لارې د روهینګیا په مسلمان لږکیو باندې وحشیانه حملو او د هغوې په وژلو کښې ستر رول لري .

د پاکستان حکومت «ګوګل» او «ویکي پیډیا» اینټرنیټ پاڼو ته چې د نړۍ تر ټولو ستر اینټرنیټي شرکتونه دي له سپکاوي د ډکو او بې لارې کونکو مطالبو د خپریدا په هکله خبرداری ورکړ .

کیهان ورځپاڼه وايي د لبنان سرچینو راپور ورکړ چې د دغه هیواد سرحد ته نږدې د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژیم په یوه(۱) پوځي ګاډي کښې د  بم چاودنې له کبله اور ولګیده او تباه شو او له کبله یې یوشمیر اسرائیلي عسکر ژوبل شول .

د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي چې د امریکا لخوا د بغداد د واکمنۍ د بیا بیا خلاف ورزیو او  د خارجي عسکرو د ایستلو په هکله د پارلمان د مصوبې د اجرا کولو په هکله یې چپتیا غوره کړي ده نن سبا په بغداد کښې د امریکا د سفارت د امنیت په هکله سخت اندیښمن دی .

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پانې خوږو لوستونکو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .

()

د روسیې فیډرال امنیتي ادارې وویل په داغستان جمهوریت کښې د حملې لپاره له داعش ترهګرۍ ډلې سره د اړونده کسانو هڅه یې شنډه کړي ده او څلور (۴) ټروریسټان یې نیولي دي .

د جاپان «این ایچ کي» ټيلي ويژن د هیواد د امنیتي ادارې په قول وویل د چین دوې (۲) جنګي بیړۍ د سنکاکو د لانجې وړې جزیرو ته نږدې اوبو ته ننوتلي دي .

اطلاعات ورځپاڼه لیکي د عراق استخباراتي ادارې په الانبار ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې د دیارلسو(۱۳) غړیو د نیولو او د شپږڅلویښتو(۴۶) توغندیو چې ویشتل کیدا ته چمتو وو د کشفولو او ضبطولو خبر ورکړ .

د فرانسې لومونډ ورځپاڼې وویل سعودي عربستان له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو په لاره روان دی او زیاته یې کړه له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو د عادي کولو په هکله د باچا سلمان او د هغه د زوي ولیعهد محمد بن سلمان ترمینځ د نظر اختلاف شته .

اطلاعات ورځپاڼه زیاتوي د امریکا ولسمشر ټرمپ ادعا وکړه ریپبلیکن ګوند زه  د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجې د بدلولو لپاره په هڅې کښې یوازې پریښودلی یم او زه به دغه خبره هیڅ کله هیره نکړم .

د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان سرپرست کریسټوفر میلر افغانستان ته د سفر په وخت د دغه هیواد پرضد جنګ کښې د واشنګټن په پوځي سټراتیژۍ  سخته نیوکه وکړه .

د تیونس هیواد سرچینو وویل د دغه هیواد په لویدیځ کښې په «القصرین» ولایت کښې یوه(۱) ځوان په بدو اقتصادي حالاتو او بې وزلۍ باندې اعتراض کښې ځان ته اور واچوه .

د لیبیا د ملي وفاق د حکومت او د لیبیا د ملي پوځ په نوم د ځواکونو ترمینځ د بندیانو لومړنۍ تبادله په «الشویرف» سیمه کښې د صبراته ، د زاویه او د الزنتان ښارونو د مشرانو او د پوځي قومندانانو په ګډون سره ترسره شوه .

د کویت خبري سرچینو وویل امنیتي ځواکونو د نوي  میلادي کال په شپه د خلکو د راغونډیدا په مرکزونو او عبادت ځایونو باندې د داعش ترهګرې ډلې حمله شنډه کړه  او شپږ (۶) ټروریسټان یې ونیول .

د  یمن د ملي ژغورنې د حکومت دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي وویل سعودي عربستان د یمن په جنګ کښې ماتي خوړلي دي او بې شرمه شوی دی .

د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار د خپل هیواد جفرافیايي شرایطو او موجودو ګواښونو ته په اشارې سره وویل  دغو مسائیلو ته په پام سره باید خپل پوځي توان پیاوړی کړو .

د افغانستان د ولسمشر دوهم (۲) مرستیال په کابل کښې په پرله پسې بم چاودنو کښې د سرور دانش د امنیتي ټیم د مرستیال محمد مهدوي  د وژل کیدا خبر ورکړ .

Image Caption

 

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ  پاڼې عزتمنو لوستونکو اوس به د کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

()

مسیر ورځپاڼې د کابل په ګډون په لویو ښارونو کې د مقناطیسي ماین چاودنو او هدفي وژنو زیاتېدو ته په اشارې اندېښنه ښودلې چې د کابل د ښاریانو هر سهار د مقناطیسي ماین په چاودنو پيلېږي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې دغو چاودنو داسې مهال زور اخیستی چې له یوې خوا له افغانستانه بهرني ځواکونه په وتو دي او له بلې خوا په قطر کې د سولې خبرو دوهم(2) پړاو پيلېږي.

لیکوال دا وېره هم ښودلې چې د دغو نا امنیو ترڅنګ ځينې کړۍ په ډېر ماهرانه ډول په کلیو او بانډو کې د بنسټیزو پروژو او عامه تاسیساتو په ورانولو لګیا دي او په ښارونو کې د فکر او نظر خاوندان په نښه کوي او په دې توګه له سولې وروسته د راروان وضعیت لپاره ځان ته زمینه برابروي.

د سرمقالې لیکوال دا نه‌دي لیکلي چې دا کار څوک کوي، خو ټینګار یې کړی چې حکومت مسؤلیت لري څو د رسنیو، خبریالانو، مدني فعالینو، عامه تاسیساتو او بالاخره د هر افغان او افغانستان ساتنه وکړي.

()

راه مدنیت ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې سره پیل کړې ده  ایا چین د افغانستان د امنیت د خرابولو په لټه کې دی؟

وړاندې د هندوستان ټایمز وروستي راپور یوه (1)برخه را اخیستل شوې چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په دې هېواد کې د جاسوسۍ په تور ۱۰ تنه چینایان نیولي دي.

مخکي  ویل شوِ چې دغې ۱۰ کسیزې ډلې د پاکستان د استخباراتو په مرسته په افغانستان کې کار کاوه او د نیول کېدو پر مهال ترې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي.
د دغو چینایانو د نیول کېدو په اړه تر دې دمه د افغانستان حکومت څه نه‌ دي ویلي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم افغانستان تر اوسه هیله‌مند و چې چین پر پاکستان د نفوذ لرلو او اقتصادي اغېزو له امله به د افغانستان د سولې په پروسه کې منځګړیتوب وکړي، خو په وینا یې چې د چین له کړنو ښکاري چې د چین تګلاره یوازې د ژمنې تر کچې وه.

()

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا پر خلکو غږ کړی چې د هدفي وژنو او د پردۍ جګړې د مخنيوي لپاره بايد ملت سره يو موټی شي.

لیکوال ټینګار کړی چې دغه حالت زړه بوګنوونکی ځکه دی چې په هدفي وژنو کې د خبريالانو په شمول، مدني فعالان، د حکومت لوړپوړي او ټيټ پوړي چارواکي او د ولسي جرګې د استازو په شمول د ملت د سر سړي په نښه کیږي او څوک ‌یې مسؤلیت هم نه‌مني.

لیکوال بیا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په پروسه کې ځنډ او د طالبانو له‌خوا د اوربند نه‌منل، د دغه حالت ستر لاملونه بللي.

ورځپاڼې همدارنګه ټینګار کړی چې د ملت استازي بايد د سولې لپاره په يو غږ د ملګرو ملتونو پر استازوليو، د امريکا پر سفارت او د اروپايي ټولنې پر استازولۍ سخت فشارونه راوړي چې په افغانستان کې د وژنو لپاره دا پردۍ جګړه بنده کړي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډيرو قدرمنو لوستونکو د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسو اجازه غواړو تل تر تله خوشحاله وسئ .