پر ایران باندې د امریکا فشارونه سیاسي وجي لري
په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د استازی مرستیال وویل: پر ایران باندې د فشارونو د زیاتولو لپاره د امریکا هڅې د سیاسي اهدافو په لړ کې تر سره کیږي.
زموږ د خبریال د راپور سره سم، په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د استازی مرستیال اسحاق آل حبیب وویل د ایران ضد د چټي بحران سره د مقابلې لپاره برجام موافقه د څو اړخیزي ډیپلماسې لاسته راوړنه وه چي له مخي یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک سره سم ټول بندیزونه لیري کړای شو.
هغه زیاته کړه خو امریکا په غیر قانوني او یوه اړخیزه توګه د یوې نړیوالي موافقې څخه په وتلو سره د ملګرو ملتونو له منشوره سرغړونه وکړه، غړو هیوادونو ته پکار دي چي د امریکا د دغه غیرقانوني اقدام سره د مخالفت په ښودلو د ملګرو ملتونو له منشوره محافظت وکړي.
تېره ورځ امریکا یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د بودیجې په تصویبېدو کې د دوو اضافي بندونو په راوستلو سره غوښتل چي په ملګرو ملتونو کې د ایران ضد د کمېټو کار له سره پیل کړي چي دغه اقدام د ۱۴۲ هیوادونو په مخالفو رایو سره رد او د ماتي سره مخ شو.
امریکایانو ویله چي په ملګرو ملتونو کې ایران ضد تحریمي کمیتې بیاد له سره کار پیل کړي ځکه چي امریکا د برجام له نړیوالي موافقې څخه وتې ده.