ایران د ۲۰ فیصدي یورانیمو تولید پیل کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95207-ایران_د_۲۰_فیصدي_یورانیمو_تولید_پیل_کړی_دی
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند وویل، د فردو سایټ په تاسیساتو کښې د یورانیمو د ۲۰ فیصده پخولو کار پیل کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2021 02:09 Asia/Kabul
  • ایران د ۲۰ فیصدي یورانیمو تولید پیل کړی دی

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند وویل، د فردو سایټ په تاسیساتو کښې د یورانیمو د ۲۰ فیصده پخولو کار پیل کړی دی.

بهروز کمالوندي بیګا وویل چې د فردو د یورانیمو د افزودګۍ په تاسیساتو کښې ۲۰ فیصدي غني سازي پیل شوې ده او پایدارې کچې ته رسیدلې ده.

کمالوندي په دې خبرې سره چې دا کار د بندیزونو د ختمولو لپاره د سټراټیجک اقدام د اجرا په لړ کښې شوی دی، وویل: ایران دا فیصله د خپلو خلکو د حقوقو د ساتنې او خوندي کونې په لړ کښې کړې ده.

کمالوندي په دې خبرې سره چې ایران په ۱۳۸۹ لمریز کال کښې هم ۲۰ فیصدي سونګ تولید کړي وو او دا وړتیا کومه نوې خبره نه ده، زیاته کړه: د یورانیمو له ۲۰ فیصدو د زیاتو د پخولو یا افزودګۍ توان هم لرو او د دې کار په څیړنې لګیا یو.

په عین حال کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم ویلي دي: د اسلامي شورا د مصوبې له مخې ایران د یورانیمو ۲۰ فیصدي پخونه دوباره پیل کړه.

له بلې خوا په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي هم وویل چې د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس د ایران له خوا تر ۲۰ فیصدو د پخو شویو یورانیمو د تولید پیلیدل تایید کړ.